د افغان ښځو له ګډون پرته په عادلانه او ګټوره توګه د مرستو وېش ناممکن وبلل شو

ارشیف: د ډبلیو ایف پي د مرستې د تر لاسه کولو په موخه یو شمېر ښځو لیکه جوړه کړې ده.

د افغانستان د تحلیګرانو شبکه وايي، د ښځو په کار بندیز ملګري ملتونه او نور مرسته رسوونکي بنسټونه د طالبانو د لومړي پړاو واکمنۍ له انتخابونو سره مخ کړي دي.

ځینې افغانان وايي، له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي، ګټه وټه نه لري او بشري مرستو ته اړ دي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکې بانو ازادي راډيو ته وویل، طالبانو په پوهنې وزارت کې له کار څخه منع کړې او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

هغې وویل: "کله مې چې خیاطي پیل کړه، دومره هم نه کېده چې خپل لګښت پوره کړم. د طالبانو تر راتګ مخکې محصله وم او په پوهنې وزارت کې مې کار کاوه، خو زه یې له وظیفې منفکه کړم. له هغه وروسته زه حاضره وم چې خپل یو بډوډی خرڅ کړم، اوس هم که څوک وي، حاضره یم چې په دې خاطر پنځوس زره افغانۍ راکړي چې زه د خپلو سترګو درملنه او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم."

د کندهار ولایت اوسېدونکی محمد منصور هم وايي چې دوه کلن ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شوی او د ښه کېدو لپاره یې تمه لري چې مرسته کوونکي بنسټونه مرسته ورسره وکړي.

هغه وویل: "له موسسو غواړم چې له ماشومانو سره مرستې وکړي. له ملګرو ملتونو او نورو لویو سازمانونو څخه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي."

ارشیف: په کابل کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په موخه د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

په ورته وخت کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، د ښځو په کار بندیز ملګري ملتونه او نور مرسته رسوونکي بنسټونه د طالبانو د لومړۍ پړاو واکمنۍ له انتخابونو سره مخ کړي دي.

دا شبکه چې د پالیسي په برخه کې ځان یو خپلواک بنسټ معرفي کوي، د دوشنبې په ورځ یې په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي چې طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم مرسته کوونکي بنسټونه اړ کړي وو چې د موافقت، تحریم او په پام کې نه نیولو له منځه یو انتخاب وکړي.

په دې راپور کې دغه شان ویل شوي چې د طالبانو اوسني اصول د دې ډلې د لومړنۍ دورې له لیدلوري سره ورته دى او دوی باور لري چې په ټولنه کې د ښځو د فعالیتونو په محدودولو سره د بې نظمۍ او ګناه مخه نیسي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه زیاتوي چې د بشري مرستو رسونکي بنسټونه له دې مفکورې سره مخالف دي او له ښځو پرته په عادلانه او ګټور ډول د مرستو وېش ناممکن بولي.

د ازادي راډیو خبریال د دې راپور په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې يې پوښتنه ځواب نه کړه.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم ګواښ وکړ چې د ښځو په کار له بندیز وروسته چې د اپرېل له څلورمې وروسته د طالبانو لخوا وضع وشو، اړ دي چې په افغانستان د پاتې کېدو له خلکو سره د مرستې او یا هم خپلو اصولو ته د پابندۍ ترمنځ یو 'وحشتناک' انتخاب وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم ویلي چې د راتلونکې میلادي میاشتې تر ۵مې نېټې په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ارزوي.

که څه هم طالبان په مرسته رسوونکو موسسو کې د ښځو په کار بندیز د افغانستان کورنۍ مسئله بولي، خو له دې بندیز وروسته ځینو مرسته کوونکو بنسټونو تر یو بريده یا هم خپل ټول فعالېتونه درولي او د بیا پیل لپاره یې ښځو ته د کار د اجازې ورکولو شرط وړاندې کړی.