د افغانانو بې وزلي؛ ځینې هټیوال: د اختر په رارسېدو د وچې مېوو پېرېدونکي نه لرو

ارشیف: په هرات کې د وچې مېوې یو پلورنځی

د اختر په رارسېدو سره د وچې مېوې يو شمېر پلورونکي وايي، که څه هم د وچې مېوې بيه راټيټه شوې، خو پېرېدونکي نه لري.

داسې ښکاري چې اقتصادي کړکېچ او د بې وزلۍ زیاتوالي د وچې مېوې د سوداګرو کاروبار هم پیکه کړی دی.

اختر ته یوازې څو ورځې پاتې، خو د وچو مېوو پلورونکي وايي، پخوانی بازار یې نه شته.

په کابل کې د وچې مېوې یو پلورونکی خواجه وحیدالله صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "ټول خلک بې وزلي دي، د شیانو اخیستو توان نه لري. غریب خلک نه اختر لري نه برات. ډېری مراجعین مو چې سرمایه دار، وکیلان او وزیران وو، هغوی ټول ولاړل. بس دا ورځ په ټولو راغلې."

په سمنګان کې هم د وچې مېوې يو پلورونکی عبدالقدوس وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې پلور کم شوى دى.

د ده په وينا، که څه هم د وچې مېوې بيه راټيټه شوې، خو خلک ډېری له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د په تيټه بیه یې هم د اخیستلو توان نه لري.

هغه وویل: "پخوا زموږ د پلور بازار ډېر ښه و، خو اوس یو څه کم شوی. پخوا به مو ډېر رقم بادام خرڅول. شکربایي بادام، قمبری بادام او ستاربایي بادام به ډېر خرڅېدل. پخوا به په بلخ ولایت کې سوداګرو ډېرې مېوې اخیستې، خو اوس نه اخلي. د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې دي، نو ځکه سږکال د بادامو خرڅلاو ښه نه و."

يو شمېر کورنۍ هم وايي چې په اوسنيو شرايطو کې دوی یوازې د خپلو لومړنيو اړینو خوراکي توکو په اړه فکر کوي او د اختر وچه مېوه یې لومړیتوب نه دی.

دوی بیا وايي چې بیو کې کمی نه دی راغلی.

د کابل په ښار کې د وچې مېوې یوه هټۍ

د کابل ښار اوسېدونکې جميله وايي: "د خلکو اقتصادي وضعيت ډېر خراب دی. په بازار کې بیې هم ډېرې لوړې شوي دي. له خوړو څخه نیولې تر وچو مېوو، ټولو بيه لوړه ده. کله چې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب وي، نه اختر لري، نه برات. سږ کال ماشومان په تمه دي چې پلار به وچې مېوې وروړي خو نه وچه میوه شته نه هم کالي."

د پنجشېر اوسېدونکی نجیب هم ورته خبره کوي.

د نجيب په وينا، سياسي بدلون د دې لامل شوي چې ډېری دولتي چارواکي وزګاره او د پلورونکو کارو بار سوړ شي.

نجیب ازادي راډيو ته وويل، په اوسنيو شرايطو کې خلک د يوه کيلو وچې مېوې د اخيستو توان هم نه لري.

هغه زیاته کړه: "د خلکو اقتصادي وضعيت له صفر څخه ښکته دی. د خلکو د کاروبار وضعيت خراب دی، له کسبګرو څخه نیولې تر دولتي خلکو، ټول له لوږې سره مخ دي. د خلکو روزګار ډېر خراب دی، لکه زه چې ځان په هنداره کې ګورم هغسې په ښار او بازار کې ټول خلک وینم ښه وضعيت نه لري. شپږ اوه ورځې اختر ته پاتې دي، خلک د یو کیلو مېوې د اخیستلو توان هم نه لري."

سږ کال کوچنی اختر په داسې حال کې راځي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپورونو له مخې په افغانستان کې نږدې ۲۸.۳ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.