ايا د پيسو نړيوال صندوق به پاکستان ته پور ورکړي؟

د پيسو نړيوال صندوق ودانۍ

د پاکستان د مالیې وزیر نن وویل، متحده عربي اماراتو تایید کړې چې اسلام‌اباد ته به یو میلیارد ډالر پور ورکوي.

له دې ژمنې سره د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF له‌خوا پاکستان ته د پور ورکولو پر وړاندې یو لوی خنډ له منځه ولاړ.

د پورورکوونکو هېوادونو قرضې پاکستان ته د ۱،۱ میلیارد ډالره پور د ورکولو لپاره د IMF وروستی شرط و.

د مالیې وزیر اسحاق ډار نن پر ټویټر ولیکل چې د پاکستان مرکزي بانک له متحده عربي اماراتو څخه د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د اړتیا وړ اسنادو پر برابرولو کار کوي.

پاکستان دې پور ته چې له څو میاشتو راهیسې ځنډېدلی د معاشونو د ورکړې د بحران د حل لپاره بېړنۍ اړتیا لري.

متحده عربي امارات دریم هېواد دی چې پاکستان ته پور ورکوي.

سعودي عربستان او چین له دې مخکې د پاکستان مرستې ته وردانګلي وو، څو په روان مالي کال کې چې په جون میاشت کې پای ته رسېږي، خپل پورونه پرې کړي.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریستالینا ګیورګییوا د پنجشنبې په ورځ وویل، دوی د پاکستان له ملګرو هېوادونو سره د خبرو په حال کې دي څو پاکستان ته د پیسو ورکړه یقیني کړي.

د پيسو نړيوال صندوق مشره کریستالینا ګیورګییوا

سعودي عربستان تېره اوونۍ IMF ته وویل، پاکستان ته دوه میلیارد ډالره پور ورکوي.

ګاونډي چین هم څه باندې ۲ میلیارد ډالر ورکړي او په وروستیو اوونیو کې یې نور ۱،۳ میلیارد ډالر پرې ور زیات کړل.

ښاغلی ډار وايي د چین له صنعتي او تجارتي بانک څخه به نور ۳۰۰ میلیون ډالر هم ترلاسه کړي.

په فبروري کې د IMF چارواکو پاکستان ته سفر وکړ څو دې هېواد ته له نوامبر میاشتې راهیسې د ځنډېدلي پور شرایط و ارزوي.

په دې اړه نور: د پيسو نړيوال صندوق: د پاکستان اقتصاد به سږ کال يوازې نيم سلنه وده وکړي

په ۲۰۱۹ کال کې IMF پاکستان ته د ۶،۵ میلیارد ډالره پور د ورکولو په مقصد د ارزونو پروسه پیل کړه.

پاکستان د IMF پور ته ځکه ډېره اړتیا لري چې د بهرنیو اسعارو زېرمه یې خورا را ټیټه شوې، هومره چې حتی د وارداتو د یوې میاشتې لپاره یې لا کافي نه‌ده خو اسلام‌اباد د IMF ځینې شرایط هم باید پوره کړي لکه هغه سبسېدې چې حکومت یې د بریښنا، کرنې او صادراتو په سکټورونو کې خلکو ته ورکوي باید لغو کړي.