فرسټ پوسټ: اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپلې مرستې مشروطې کړې

د اروپايي ټولنې بیرغ

دي هېل:

د امریکا متحدوایالتونو دي هېل ورځپاڼې پرون د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه پر انتقادونو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي چې سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه د پنجشنبې په ورځ په ۱۲ مخونو کې خپله ارزونه خپره کړه.

په دې ارزونه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اداره انتقاد شوی چې د اوسني ولسمشر جو بایډن تر واکمنېدو مخکې یې د هغه په وړاندې انتخابونه محدود کړي وو.

د بایډن حکومت استدلال کوي چې دوی مجبور وو، له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي، ځکه مخکېني ولسمشر په دې اړه له طالبانو سره موافقه لاسلیک کړې وه.

دي هېل ورځپاڼې په لیکنه، د بایډن ادارې له افغانستانه هغه وخت شا و خوا سل زره متحدان او امریکايي وګړي وایستل او د خلکو د ایستلو هغه پروسه له ګډوډۍ سره مخامخ شوې وه چې په هغو شپو کې کابل هم د طالبانو لاس ته ورغی.

هغه وخت په زرګونو کسان په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو، چې دې کار د تخلیې یا د خلکو د ایستلو پروسه بېچلې کړه او یوه ځانمرګي برید هم تر ۱۷۰ زیات افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل.

د سپینې ماڼۍ په دې ارزونه کې چې تر عمل وروسته بیاکتنه بلل شوې، دغه ستونزې منل شوي، خو اسناد په خپله بحث پاروونکي بلل شوي دي، ځکه د ورځپاڼې په لیکنه بېلابېلې کمېټې په پام کې لري چې دغه موضوع وڅېړي.

فرسټ پوسټ:

د هندوستان انلاین خپرونې فرسټ پوسټ پرون په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو پر فشارونو او په دې اړه د تازه غبرګونونو په باب لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، د دې لپاره چې طالبانو ته قناعت ورکړل شي، څو په غیردولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي، اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپلې مرستې مشروطې کړې.

فرسټ پوسټ د ځینو خبري سرچینو په حواله لیکلي چې اروپايي ټولنې ویلي، په افغانستان کې خپلو مرستو ته په هغه صورت کې دوام ورکوي چې لومړی د طالبانو اداره د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي.

دې ټولنې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وباله او ویلي یې دي چې له افغانستان سره تر هغو خپلو مرستو ته دوام نه شي ورکولی چې د جنسیت موضوع ته پام نه وي شوی.

خپرونې د اروپايي ټولنې د اعلامیې یوه برخه رااخیستې چې لیکلي یې دي، له طالبانو غواړي چې ښځو ته په برابر او بامفهوم ډول د مرستو رسولو په چارو کې ونډه ورکړي چې ښځې وکړای شي په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د اپرېل پر څلورمه وویل، چې په ننګرهار کې یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده.

یوناما په ځواب کې له خپلو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه افغان کارکوونکو وغوښتل چې تر بل امر پورې دې کارونو ته نه ځي.

طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و، خو د ملګرو ملتونو ادارې ورڅخه مستثنی وې.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو دغو محدودیتونو اړو کسانو په ځانګړي ډول اړو ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړې دي.