ځینې تحلیلګران: ګاونډي هېوادونه په نرمۍ د طالبانو د لا منزوي کولو هڅې کوي

د طالبانو مشران

ځینې تحلیلګران په دې باور دي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي د طالبانو حکومت په ډېره نرمۍ سره لا منزوي کړي.

ځینې تحلیلګران په دې باور دي چې د ازبکستان د سمرقند ښار په جوړېدونکې غونډه کې د طالبانو نه بلل، دا معنی ورکوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ډېره نرمۍ سره د طالبانو د لا منزوي کولو هڅې کوي.

د روسیې او ایران ځینو خبري رسنیو راپور ورکړی چې ازبکستان غواړي راروانه پنجشنبه د اپرېل پر ۱۳مه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

د ازبکستان د حکومت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې به د ازبکستان تر څنګ د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر اوسني وضعیت بحث وکړي.

په روسیه کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات غوث جانباز په دې باور دی چې طالبانو د سیمې د هېوادونو سپارښتنو او غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د سیمې هېوادونو د طالبانو پر وړاندې یو ډول تحریم اعلان کړی دی.

هغه وویل: "زما په نظر داسې ښکاري چې د سیمې هېوادونو د طالبانو پر وړاندې یو ډول تحریم اعلان کړی دی. نه یوازې یې د سمرقند غونډې ته دوی نه دي بللي، مخکې یې د افغانستان په تړاو د مسکو غونډې ته هم دوی نه وو بللي. دا کار ولې کېږي؟ دا د دې لپاره کېږي چې طالبانو د سیمې د هېوادونو او د روسیې فدراسیون هغه توصیې، غوښتنې او وړاندیزونه چې وو، پام نه دی کړی او نه یې عملي کوي، که څه هم ظاهراً ژمنې کوي. داسې تصور کېږي چې د طالبانو د نه رابللو په اړه به تر نورو د روسیې فدراسیون ډېر ټینګار کړی وي."

ارشیف: په کابل کې د داعش وسله والو پر ضد د طالبانو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023

بل تحلیلګر فاروق فردا چې ډېره موده په روسیه کې د خبریال په توګه کار کړی، وايي، د سیمې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د داعش د تحرکاتو په اړه اندېښنه لري.

د فردا په وینا، د ازبکستان دا غونډه په واقعیت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې چې د مارچ پر ۲۹مه جوړه شوې وه، پر پرېکړو د تایید ټاپه لګوي.

فردا زیاته کړه: "د دې غونډې اهمیت په دې کې دی چې په هند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې وروسته جوړېږي او د هغې غونډې پر پرېکړو د تایید مهر لګوي. زما په نظر ګاونډي هېوادونه باید دوو ټکو ته متوجه شي. باید دا لازمي وبولي چې په دغسې غونډو کې د افغانستان استازي هم راوبولي او د هغوی په حضور کې خپلې خبرې او پرېکړې وکړي. بله اساسي مسئله دا ده د سیمې یا ګاونډي هېوادونه د یوه سیمه ییز پوځي ځواک پر ایجاد فکر وکړي، دغه سیمه ییز ځواک وکړای شي هر هغه هېواد چې نورو ته د خطر سرچینه وي، عمل وکړای شي."

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې له افغانستانه د تروریستي ګواښونو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښوول شوې وه.

ارشیف: په سمرقند کې د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو یو انځور. 16 September 2022

ټاکل شوې راروانه جمعه د اپرېل ۱۴مه په ازبکستان کې بله غونډه هم وشي چې د ګډو ګټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د ازبکستان، اذربایجان، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان له پلاوو سره یوځای پر ځینو مسایلو بحث وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان په اړه یوه غونډه په مسکو کې د نومبر میاشتې پر ۱۶مه جوړه شوې وه چې هلته هم طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

په دې اړه نور: د مسکو غونډې ته ولې طالبان نه دي وربلل شوي؟

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، د مسکو په غونډه کې طالبانو ته ځکه بلنه نه وه ورکړل شوې چې لا یې ټولشموله حکومت نه‌دی جوړ کړی، خو طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي.