ایا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړه لنډمهاله ده؟

ارشیف: د ډبلیو ایف پي یوه کارکوونکې اړمنو افغان مېرمنو سره د مرستې رسونې پرمهال

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډيپلومات جوزیپ بورېل د طالبانو له مشرانو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو کار ته اجازه ورکړي.

بورېل خبرداری ورکړ چې که طالبان د اروپايي ټولنې مرستو ته د دوی له اصولو سره سم اجازه ورنه کړي، نو ښايي دا ټولنه پر خپلو مرستو بیا غور وکړي.

له دې مخکې د امریکايانو په ګډون نورو لوېدیځو چارواکو هم له طالبانو همدا غوښتنه کړې ده.

احمدتکل د لوېدیځو چارواکو د دې څرګندونو په اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له یوه پخواني کارکوونکي یما هیله من سره خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې آیا د طالبانو دا پرېکړه به موقتي وي که دایمي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

هیله من سره مرکه