طالبانو هرات کې د شنو ساحو درلودونکو رسټورانټونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی

هرات کې د ښځو يو رسټورانټ

طالبانو پر ښځو له نورو ګڼو محدودیتونو سره دا ځل په هرات ولایت کې، له کوره بهر په پارک لرونکو رسټورانټونو کې د کورنیو په یو ځای ډوډۍ خوړلو هم بندیز ولګاوه.

د هرات اوسېدونکی مرجان وایي، د روژې په میاشت کې وخت ناوخت د روژه ماتې لپاره له کورنۍ سره یو ځای رسټورانټ ته تلل، خو د هرات د امر بالعروف او نهی عن المنکر ریاست امر کړی، چې وروسته له دې کورنۍ په رسټورانټ کې یو ځای د ډوډۍ خوړلو اجازه نه‌لري.

نوموړی وايي: "د امر بالمعروف ریاست د هرات ټولو رسټورانټونو ته ویلي چې، ښځې رسټورانټ ته د راتګ اجازه نه‌لري، ان د خپلو کورنیو او د شرعي محرم سره هم، ویلي يې دي که ښځې مو پرېښودې متخلیفینو سره جدي چلند کېږي، اوس د روژې میاشت ده او ډېری کورنۍ شپې مهال له خپلو کورنیوسره رسټورانټ ته تلل خو اوس ښځې اجازه نه‌لري."

"د امر بالمعروف ریاست د هرات ټولو رسټورانټونو ته ویلي چې، ښځې رسټورانټ ته د راتګ اجازه نه‌لري

د هرات اوسېدونکې زیبا وایي، ښځو ته خو لا پخوا د یوازې تګ اجازه نه وه او اوس خپل د کورنیو سره هم رسټورانټ ته نه‌شي تللی.

نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په هرات کې ښځو لپاره بندیزونه ډېر شوي، ان څوک د کورنۍ سره هم نه‌شي کولای رستورانټ ته ولاړ شي، پخوا یوازې ښځې یې په عذاب کولې یوازې یې رسټورانټ ته نه پرېښودلې، اوس یې د کورنیو پر مخ هم رسټورانټونه بند کړي، زه خپله تېره شپه له خپلې کورنۍ سره رسټورانټ ته ولاړم، خو ویل يې د کورنیو لپاره بند دی."

هرات کې د ښځو يو رسټورانټ

په هرات کې د یوه هوټل مسوول چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، که وضیعت همداسې دوام وکړي په دې ولایت کې ښايي اویا سلنه هوټلونه وتړل شي.

د هوټل ياد مسوول وايي: "پخوا اسلامي امارت ویل ښځې دې له محرم سره راشي، اوس وایي د کورنیو سره دې هم نه راځي، نه د سړي سره، نه بې له سړي، نه ښځه یوازې، نه کورنۍ سره رسټورانټ ته راتلی شي. که دا وضعيت همداسې دوام پيدا کړي، کېدای شي ۷۰/۸۰ سلنه رسټورانټونه بند شي."

د هرات د امر بالعروف او نهي عن منکر رئیس مولوي عبدالرحمن هم دا موضوع تاییدوي او وایي، د هوټلونو سره کار نه‌لري خو پارک ته ورته رسټورانټونو ته اوس ښځې د کورنیو د غړو سره نه‌شي تللی.

"هلته نارینه او ښځې ورځي، تخلیط او خلط دی، چې سبب د علایق نا مشروع ګرځي
د هرات امر بالمعروف رئيس

دی زیاتوي: "هلته نارینه او ښځې ورځي، تخلیط او خلط دی، چې سبب د علایق نا مشروع ګرځي، سبب د منکراتو، بدبختیو او دشمنیو د خلکو کېږي، لکه په پارکو کې چې ښځې منع شولې نو په داسې رسټورانټو کې چې شکل د پارک ولري، باید منع شي."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ شمېر محدودیتونه ولګول، د تفریحي ځایونو په ګډون، حمامونو، ورزشي کلپونو، له شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو، پوهنتونونو او په دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو يې بندیز ولګاوه.

که څه هم په ملي او نړیواله توګه د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګېدلي بندیزونه تل پراخ غبرګونه را پارولي خو طالبانو لا هم د ښځو پر وړاندې له خپلې سخت‌دريځۍ نه‌دي اوښتي.