د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو د نوي بنديز په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

يو شمېر افغان مېرمنې د ښځو د حقونو د غوښتنې لپاره د لاريون پر مهال، ارشيف

ګارډین ورځپاڼه:

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې چې ملګروملتونو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا له کاره د خپلو ښځینه کارکونکو د راګرځولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، په یوه مطلب کې لیکي، ملګروملتونو په افغانستان کې خپلو کارکونکو ته ویلي چې، د دوو ورځو لپاره کارونو ته لاړ نه‌شي.

ورځپاڼه زیاتوي، په دې موده کې به د ملګروملتونو چارواکي هڅه وکړي، څو طالبان دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو پر ټولو ښځینه کارکونکو د کاربندیز له پلانه لاس واخلي.

ملګروملتونو ویلي، دغه بندیز به د دې سبب شي چې افغانستان ته کمې بشري مرستې ورسیږي.

ګارډین لیکي، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړ چې، د سه‌شنبې په ورځ په ننګرهار کې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکي له کار کولو را وګرځول شوې.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک د سه‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی دفتر- یوناما کار کوونکو د طالب چارواکو له‌خوا شفاهي بیانونه ترلاسه کړي چې، له مخې یې د ښځینه کار کوونکو پر کار د بندیز امر شوی.

یوناما تر اوسه د طالبانو د حکومت له هغه بندیز څخه استثنا وه، چې په تېر ډسمبر کې یې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار لګولی دی.

ګارډین وړاندې لیکي، ډېرو غیردولتي مؤسسو تر اوسه هڅه کړې چې په سیمه‌ییزه کچه د ښځو د کار کولو په ځانګړي توګه د روغتیا په سکتور کې پر ښځینه پرسونل چې افغان ښځې ورته سخته اړتیا لري، پر موضوع خبرې کړي، خو په رسمي توګه د دغه بندیز د لیرې کولو لپاره د ملګروملتونو د جګپوړیو چارواکو او طالبانو ته نږدې ډیپلوماتانو له لوري خبرې ناکامه شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې ۳۳۰۰ کارکوونکي لري چې شاوخوا ۴۰۰ یې ښځې دي او په دفترونو کې کار کوي.

د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند په وینا دغه بندیز به په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د مرستندویه ادارو وړتیاوې کمزورې کړي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه:

انډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د بریتش کونسل د یوه کارکونکي هغو څرګندونو ته پام اړولی چې ویلي یې دی، په افعانستان کې یې د ډېرو همکارانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

انډیپنډنټ لیکي، د بریتش کونسل دغه ښوونکي چې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو په اړه د برېتانیا د حکومت د پلان له مخې دې هېواد ته لېږدول شوی ویلي چې، دی ډېر ارامه شوی خو له سیاستوالو غواړي چې په افغانستان کې ترشا پاتې له سلو زیاتو نورو همکارانو سره یې چې ژوند یې په خطر کې دی، مرسته وکړي.

د انډیپنډنټ په لیکنه دغه ښوونکی چې نوم یې نه‌دی په ډاګه شوی، د بریتش کونسل لومړنی ښوونکی دی چې برېتانیا ته لېږدول شوی.

بریتش کونسل د برېتانیا هغه بنسټ دی چې د انګلیسي ژبې په ګډون د زده‌کړې او نړیوال فرهنګ په برخو کې د نړۍ په څه باندې سلو هېوادو کې خدمات سرته رسوي.

د ورځپانې په لیکنه دغه ښوونکی چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه تښتېدلی اوترکیې ته تللی و، د مارچ میاشتې په وروستیو کې له خپلې ځوانې مېرمنې او یوې لور سره برېتانیا ته ورسېدل.

هغه چې له خپلې کورنۍ سره په بلفاسټ کې اوسي، انډیپنډنټ ته ویلي چې، له نېکه‌مرغه اوس موږ دلته خوندي یو او کولی شو پر خپلې او هم د خپلې ماشومې پر راتلونکي باور ولرو.

خو نوموړي ويلي، موږ د خپلو کورنیو، ملګرو او همکارانو په اړه اندېښمن یو چې په افغانستان کې ژوند کوي او له یوه ناڅرګند برخه‌لیک سره مخامخ دي.

د بریتش کونسل تر ۷۰ ډېر ښوونکي په افغانستان کې پټ دي، چې ډېری یې ګاونډي هېواد پاکستان ته د تېښتې لپاره د اړینو اسنادو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.