له سريلانکا د افغان کرېکټ کم‌عمره لوبډلې د لوبلړۍ ګټل او لاسته راوړنې

افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې له سريلانکا د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان تر نولس کلونو کم‌عمره لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې سریلانکا ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

دغه لوبلړۍ چې د اپریل په لومړۍ نېټه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې پرله‌پسې دوه سیالۍ ترسره شوې او افغان لوبډلې وګټلې.

د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه.

د دوی لپاره ویهاس تیومیکا ۳۳ او دویندو راناتونګا ۲۸ منډې ترسره کړې.

د افغان لوبغاړو په توپ اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک ۳-۳ او یما عرب ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا له‌خوا ټاکل شوی هدف افغان لوبډلې د لوبې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په تاوان ترلاسه کړ او د ۶ وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې له سريلانکا د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

افغان لوبغاړي نعمان شاه په دویمې سیالۍ کې هم نیمه سلیزه ووهله او ۷۲ منډې یې وکړې.

هغه د دې لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

عربي متحده اماراتو ته د نولس کلنو ځوانانو د سفر په تړاو افغان کرېکټ بورډ وایي: "د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته په یاد سفر کې افغان ۱۹ کلنو دریو لوبلړیو کې برخه واخیسته، چې لومړی یې له بنګله‌دېش لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه او ۱-۱ برابره پای ته ورسېده. ورپسې افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په خپل منځ کې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړه چې اتلولي یې بنګله‌دېش په خپل نوم کړه خو وروستۍ د دوه سیالیو لوبلړۍ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه، چې افغان لوبډلې ۲-۰ وګټله."

د ویلو ده چې د افغان نولس کلنې لوبډلې دا لوبیز سفر هم همدلته بشپړ شو او ډېر ژر له افغانستان ته ستنه شي.