د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

کرېکټ؛ بنګله‌دېش کم‌عمره لوبډلې په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانانو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سيالي مېلمه لوبډلې په ۶۳ منډو وګټله او په دې سره یې د دوه یو ورځنیو لوبو لړۍ برابره کړه.

په دې لوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې وه، بنګله‌دېش تر ټاس ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او د ۲۳۲ منډو هدف یې وټاکه.

که څه هم د دوی پیلیزو یا د ټاپر ارډر توپ وهونکو ښه لوبه ونه‌کړه، خو د منځنۍ کچې یا میډل ارډر توپ وهونکو یې اوږده ملګرتیا وکړه.

دوی ته محمد شهاب او شیخ پروېز په ترتیب سره ۹۸ او ۴۸ منډې وکړې.

د افغان توپ اچونکو له ډلې بیا هم یما عرب ۴ او فریدون ۲ لوبغاړي وسوځول.

د دې هدف په تعقیب د افغانستان د پیل توپوهونکي هماغه سلیمان عربزی او لوبډلمشر نعمان شاه و، چې دواړه ښه ونه ځلېدل.

افغان لوبډلې ۴۶ اورونه ولوبول او د ۱۶۸ منډو تر جوړولو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

په دې سیالۍ کې هم سهیل خان مخکښ توپ وهونکی و، هغه ۸۸ منډې وکړې.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپل سیال ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړې وه.

د ویلو ده چې، د مارچ په ۱۸مه نېټه به افغان لوبډله په خپل کوربه‌توب د بنګله‌دېش او سریلانکا له کم‌عمره لوبډلو سره درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG