په روان فصل کې تر اوسه تر شپږ زره جريبه ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده

د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف

دلته د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت نظاميان د ټراکټر په وسيله د کوکنارو کښت ويجاړوي، دا کښتونه داسې مهال اړول کېږي چې د تارياکو راټولولو ته درې اوونۍ وخت پاتې دی.

د اوسني فصل کوکنار د ۱۴۰۱ شمسي کال د جدي د مياشتې په لومړیو کې کرل شوي او د ثور د میاشتې په لومړیو کې يې تارياک راټولېږي، خو د طالبانو حکومت وايي چې، دوی د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د خپل مشر د حکم عملي کولو ته ژمن دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ټويټر پر پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي، کوم عملیات چې د دلوې د میاشتې په منځنۍ اوونۍ کې پيل شوي، په پایله کې يې د دې وزارت نظاميان توانېدلي چې نژدې شپږ زره و (۳۶۳) جریبه ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي.

د طالبانو د حکومت له‌خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې، د (۲۲) هغو ولایتونو تر څنګ چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل، سږکال په نورو داسې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي چې په تېرو اوو کالو کې هلته د کوکنارو کښت صفر شوی و.

لغمان، ننګرهار، کونړ، کندز او باميان هغه ولایتونه دي چې له ۱۳۹۵ شمسي کال راهيسې هلته کوکنار نه کرل کېدل، خو سږکال ليدل کېږي چې په دې ولایتونو کې بیا کوکنار کرل شوي دي.

ارشيف

موږ وغوښتل چې د کوکنارو د کښت اړولو او هغو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت په اړه هم د طالبانو د حکومت نظر وپوښتو چې پخوا کوکنار نه په‌کې کرل کېدل، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند زموږ پوښتنې ته جواب و نه وایه.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۱۴۰۱ شمسي کال د لومړیو دریو میاشتو د کوکنارو د کښت په اړه سروې وکړه چې راپور يې د دې کال د عقرب په میاشت کې خپور شو.

د دې راپور پر بنسټ، د افغانستان په دوه لکه او (۳۳) زره هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو.

اوس پر يوه وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په حضوري ډول او ملګري ملتونه د سټلایټ په وسيله د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي، خو د طالبانو حکومت اعلان کړی چې چا ته به له دوی سره له همغږۍ پرته په حضوري ډول د سروې کولو اجازه ور نه‌کړي.

"د نشه يي موادو او کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه دې عاجل او جدي اقدام وشي

په اجتماعي شبکو کې يو غږ خپور شوی چې د بدخشان والي مولوي امام‌الدین ته منسوب شوی دی، له دې غږ څخه داسې څرګندېږي چې د طالبانو له حکومت پرته نورو موسساتو ته د سروې کولو د مخنيوي امر شوی دی.

مولوي امام‌الدين وايي: "د نشه يي موادو او کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه دې عاجل او جدي اقدام وشي او خلکو ته دې اعلان وشي چې موږ په هيڅ وجه د کوکنارو کښت ته اجازه نه ورکوو او هغه چا چې کوکنار کرلي، اوس هم وخت لري چې ويجاړ يې کړي او پر ځای يې بل څه وکري. هغه موسسات چې پر خپل سر ولسوالیو ته راځي د اقتصاد ریاست او ولایت له مکتوب او همغږۍ په هیڅ صورت اجازه مه ورکوئ."

د تېرو کلونو تجربې ښيي چې، د افغانستان ساړه ولایتونه د کوکنارو د کښت لپاره یوازې د يوه فصل ظرفیت لري، خو په تودو سيمو کې تر دريو فصلونو پورې هم کوکنار کرل کېدای شي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

په روان فصل کې تر اوسه تر شپږ زره جريبه ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده