کرېکټ؛ د بنګله‌دېش کم‌عمره لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو جام وګاټه

د بنګله‌دېش کرېکټ ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله

د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې د بنګله‌دېش تر نولس کلونو کم‌عمره لوبډلې د ۶ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې.

همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې.

د بنګله‌دېش د کم‌عمره لوبډلې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي محفوظ الرحمن بیا ۶ افغان لوبغاړي وسوځول.

بنګالۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ وېکټو په تاوان په ۲۴م اور کې پوره کړ او د دې درې اړخیزو سیالیو جام یې وګاټه.

بنګله‌دېش ته په توپوهنه کې چوهدري محمدرضوان او جیشان عالم په ترتیب سره ۴۳ او ۳۵ منډې جوړې کړې.

په پایلوبه کې د افغان توپ اچونکو له ډلې کامران هوتک ۲، بشیر احمد او خلیل احمد یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

بنګالی محفوظ الرحمن د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې، په یادو سیالیو کې د افغانستان تر ۱۹کلنو د کم‌عمره لوبډلې لوبډلمشر نعمان شاه په ۲۴۴ منډو د یادو سیالیو د غوره توپوهونکي، بشیر احمد افغان په ۱۳ ویکټو د غوره توپ اچوونکي او محمد هارون خان په ۲۸۱ منډو ترسره کولو د یادو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړې.

کرېکټ بورډ زیاتوي: "افغان ستوري به له سریلانکا سره د دوه لوبو وروستۍ لوبلړۍ ترسره کړي. چې لومړۍ لوبه به راتلونکې شنبه او دویمه سیالۍ به راتلونکې یکشنبه د ابوظبي په ټولورینس اوول لوبغالي کې ترسره شي."

د ویلو ده چې درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې په کوربه‌توب د مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شوې وې.