خليل‌زاد: طالبانو د دوحې په هوکړه کې ژمنه کړې چې له داعش وسله‌والو سره به مبارزه کوي

په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه شوی چې له امله یې ۶۳۳ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌‌زاد وايي، که دا تایید شي چې طالبانو په مزار شریف کې د داعش درې کلیدي غړي وژلي، دا به د افغانستان په شمال کې داعش ډلې ته لویه ضربه وي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست تېره شپه ادعا وکړه چې اوونۍ وړاندې یې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د عملیاتو پر مهال د داعش خراسان څانګې دویمه درجه مشر مولوي ضیاالدین، د داعش خراسان څانګې د شورا غړی ابوعمر افریدی او د نظامي تمریناتو او بم جوړونې ماهر سلمان تاجیکستانی وژلي دي.

د درېیو کلیدي مشرانو وژل، له دې ډلې سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو ژمنتیا ښيي.
خليل‌زاد

اوس زلمی خلیل‌زاد د طالبانو د دې ادعا په تړاو وايي، طالبانو د دوحې په هوکړه کې ژمنه کړې چې له داعش سره به مبارزه کوي او د داعش خراسان څانګې د درېیو کلیدي مشرانو وژل، له دې ډلې سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو ژمنتیا ښيي.

خلیل‌زاد نن سهار په خپله ټویترپاڼه د دې څرګندونو تر څنګ لیکلي، د امریکا متحده‌ایالات او طالبان باید د دوحې تړون د بشپړ عملي کېدو لپاره چې د ده له قوله د افغانستان او امریکا په ګټه دی، اړیکې زیاتې کړي.

روانه مارچ میاشت کې طالبانو په بلخ، فاریاب، کابل او ننګرهار کې د داعش خراسان څانګې پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی دی.

په دې عملیاتو دوه ځلي په کابل او مزار شریف کې د طالبانو له‌خوا د بهرنیو داعش وسله‌والو د وژلو او نیولو ادعا هم شوې.

د طالبانو د استخباراتو ریاست تېره شپه خبرپاڼه کې دا دعوه هم وکړه چې موده وړاندې یې په فاریاب کې هم عملیات کړي او په پایله کې یې په بلخ کې د دوی په والي شوي ځانمرګي برید کې ښکېل داعشیان نیولي دي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي، په بلخ کې د دوی په وژل شوي والي محمد داوود مزمل ځانمرګی برید هم یو تاجیکستاني تبعه کړی و چې وروستیو کې د برید لپاره افغانستان ته استول شوی و.

محمد داود مزمل چې د مارچ په نهمه مزار شريف کې د داعش وسله‌والو په بريد کې ووژل شو.

خو میاشت وړاندې یوې کورنۍ ادعا وکړه چې د مزار شریف په اوومه ناحیه کې د طالبانو له‌خوا د 'بغاوت او انسان تښتونې' په تور وژل شوي اته تنه ملکیان بې‌‌ګناه دي.

یادې کورنۍ د تېر کال د کب په ۱۹مه نېټه د طالبانو له‌خوا د وژل شویو کسانو جسدونه کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسۍ استازولۍ دفتر، یوناما مخې ته راوړل او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

خو طالبانو د دې موضوع د سپیناوي لپاره لا هم خپل دلایل نه‌دي وړاندې کړي.

طالبان داسې مهال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د مهمو مشرانو د وژل کېدو خبره کوي، چې تېره اوونۍ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل، په افغانستان کې اوس‌مهال نږدې ۲۲۵۰ داعش وسله‌وال شته چې بهرنیان هم په‌کې دي.

په دې اړه نور: يو لوړ پوړی امریکايي جنرال: په افغانستان کې نږدې ۲۲۵۰ داعش وسله‌وال شته

دې غونډې ته د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر مایک راجرز ویلي و، ارزونه دا ده چې له دې ترهګرو یو شمېر یې کولای شي له شپږ میاشتو په کمه موده کې د امریکا متحده‌ایالاتو اهداف په نښه کړي.

خو له دې ټولو اندېښنو او په داعش ډلې د طالبانو د عملیاتو سره سره، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي اوونۍ وړاندې ملي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، په افغانستان کې داعش نه‌شته او وروستي بریدونه له خارجه واردو شویو کړي دي.