بیزنیس ټایمز: ځینې طالبان خپلې لوڼې پاکستان ته د زده کړو لپاره استوي

د طالبانو ځینې مشران

بیزنیس ټایمز:

د بیزنیس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د بندېدو سربېره د دې ډلې ځینې مشران خپلې لوڼې په پټه کورنیو ښوونځیو او یا له هېواد بهر ښوونځیو ته استوي.

طالبانو په افغانستان کې د بیا ځلي واکمنۍ د پیل راهېسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند ساتلي او تېر کال یې پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

خو د بیزنیس ټایمز ورځپانې د امریکايي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو راپور حواله ورکړي چې وايي، د ځینو طالب مشرانو د کورنیو ښځینه غړي دننه په افغانستان کې خصوصي ښوونځیو ته ځي او یا یې پاکستان ته استوي څو زده کړې وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د طالبانو ځینو چارواکو روښانه کړې ده چې د خپل مشرتابه له دا ډول پرېکړو سره موافق نه دي او د نجونو د معاصرو زده کړو په پلوۍ یې څرګندونې کړي دي.

خپرونې د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د فبروري د میاشتې څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې وو، په هماغه اندازه چې د دښمن پر وړاندې یې سخت عمل کاوه، په هماغه اندازه باید د خلکو سره له نرمۍ او تعادل څخه کار واخیستل شي او پرې نه ږدي چې د دوی په واکمنۍ کې خلک وځورېږي او یا له خپلو حقونو بې برخې شي.

ورځپاڼې وړاندې ویلي ، د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم د حقاني په تعقیب وویل چې د خلکو برحقه غوښتنې باید پر ځای شي او د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم منلې چې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي خپلو کې د نجونو د ښوونځیو په تړلي پاتې کېدو اختلاف لري.

د ورځپاڼې په باور له همدې کبله د طالبانو د سرپرست حکومت وزیرانو څو ځلې کندهار ته سفرونه وکړل څو په دې اړه له خپل رهبر سره خبري وکړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي چې ملا هبت الله د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ته قانع کړي.

اینډیپینډینټ:

د اینډیپینډینټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د مشرتابه له خوا د افغانستان بانک د نوي رییس ګمارنې ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي، د طالبانو هغه چارواکی چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دی، له دې وروسته به د افغانستان بانګ رهبري کوي.

ملا هدایت الله بدري چې تر دې مخکې د په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د مالیې سرپرست وزیر و، نوی د افغانستان بانک رییس ټاکل شوی دی.

نوموړی تورن دی چې یو وخت یې د ځانمرګو بریدونو لپاره پیسې راټولولې او په دې برخه کې یې د افرادو په جذبولو کې هم مرسته کوله.

د اینډیپینډینټ په وینا اوس به نړیواله ټولنه افغانستان ته د پیسو استولو پر مهال له نوموړی سره راکړه ورکړه کوي.

بدری چې په ګل اغا هم مشهور دی، په ۲۰۱۰م کال کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل شو.