'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې د پروګرامونو تمویل لپاره بېړنی وړاندیز کوي

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري له افغانانو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي د پروګرامونو تمویل لپاره بېړنی وړاندیز کوي.

ملګرو ملتونو پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د روانو بحرانونو له کبله په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ځانونو ته کافي خواړه نه شي برابرولای.

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ یوه مفصله اعلامیه کې ویلي وو، په افغانستان کې په اپرېل میاشت کې د ۱۳ ملیونو کسانو د لاسنیوي لپاره په عاجل ډول ۹۳ میلیون ډالرو او د راروانو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان له بېلابېلو برخو ځینې کسان شکایت کوي چې د دوی په نامه راغلې مرستې پر دوی په منصفانه ډول نه وېشل کېږي.