د بشري حقونو د څار سازمان: متحده‌عربي اماراتو لسګونه افغان کډوال په ناقانونه توګه توقيف کړي

عربي اماراتو کې د افغان پناه غوښتونکو يو کمپ

د بشري حقونو د څار سازمان پر متحده اماراتو تور لګولی، چې شاوخوا ۲۷۰۰افغان کډوال یې د ۱۵ میاشتو راهیسې په غیر قانوني توګه توقیف کړي دي.

دیان فایز او کورنۍ یې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر مياشتې راهیسې د متحده عربي امارتو د ابوظبي په کمپ ژوند کوي.

دی وایي، په دغه موده کې دوی د خوړو او تعلیم ته د نه لاس‌رسي په ګډون بېلابېلې ستونزې تجربه کړي دي.

نوموړی اوکورنۍ یې چې خپل د مقصد هېواد ته د رسېدو په تمه دي، ازادي راډيو ته وویل: "دلته د عربو یو استازی لرو، په اوونۍ کې یو ځلې راځي، دننه چې څوک کومه ستونزه لري، لکه د خونې تبدیلېدل، فرش او لوښي او ورته نور شیان چې وي ورکوي یې، خو ټول هغه اړتیاوې چې انسان ورته ضرورت لري، نه ورکول کېږي."

د ابوظبي په کمپ کې یو بل کډوال فریدون اژند وایي، دی د هغه لومړنیو کسانو څخه دی چې د افغانستان له سقوط وروسته دې کمپ ته انتقال شوی.

له کابل څخه د تخليې پروګرام، انځور - کابل هوايي ډګر

د اژند په خبره که څه هم متحده عربي امارات هڅه کوي چې په کمپ کې افغانانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، خو په خبره یې بیا هم نیمګړتیاوې شته او دغه شان کمپ څخه بهر د افغان کډوالو ته د تګ په برخه کې هم ستونزې موجودې دي.

نوموړی وايي: "د ابوظبۍ په کمپ کې ناقانونه اوسېدل په اصل کې هیڅ نه‌شته، خو دې ته په پام سره، چې ټول افغانان د کډوالۍ د ټولو قوانینو او د کډوالۍ له کنوانسیونونو له بهر د ابوظبي کمپ ته لېږدول شوي، یعنې دوی پرته له دې چې ویزه ولري راغلي، نو دا غیرقانوني کډوال ګڼل کېږي، نو په ښارونو کې دننه یا له کمپ څخه بهر هم غیرقانوني ګڼل کېږي، خو د کمپ مسسولینو ځینې اسانتیاوې رامنځته کړي، د بېلګې په توګه هره ورځ دوه بسونه راځي او هغوی چې اړتیا لري، یو بازار ته یې انتقالوي."

"د ابوظبۍ په کمپ کې ناقانونه اوسېدل په اصل کې هیڅ نه‌شته

نوموړی ادعا کوي چې یو کال مخکې یې امریکا ته د انتقال تاييدي تر لاسه کړی وه، خو تر اوسه هغه هېواد ته نه‌دی انتقال شوی.

په ابوظبي کې افغان کډوال وايي، امریکا ته یې د تګ بهیر ځنډېدلی او له دې امله له ستونزو سره مخ دي.

متحده عربي اماراتو کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان پر متحده اماراتو تور لګولی چې شاوخوا ۲۷۰۰ افغان کډوال یې د ۱۵ میاشتو راهیسې په غیر قانوني توګه توقیف کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د چهارشنبې په ورځ په يو راپور کې ویلي، ډېری افغانان چې د ابو ظبي په کمپ کې اوسیږي، په شدید خپګان او رواني ناروغیو اخته شوې دي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې، ابو ظبي کې اوسېدونکي کډوال مدافع وکیلان نه‌لري، او ماشومان یې له زده‌کړو هم محروم دي.

په کمپ کې د اوسېدو مناسب ځای او د حشراتو شتون هم هغه موارد دي چې په دغه راپور کې یې یادونه شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان دا هم لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه موږ ته ځواب نه‌دی راکړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې د کډوالو اړوند مسایلو ته رسېدنه کوي دوی ته ویلي، هغو افغانانو سره مرستې ته ژمن دي، چې امریکا ته د تګ په شرایطو برابر دی.

ډېر شمېر افغانان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې ورسته د تخلیې بهیر له لارې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي کمپ ته انتقال شوي دي.