د کډوالو عالي کمېشنري: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۱۳مليونه ډالرو ته اړتيا ده

پاکستان کې افغان کډوال، انځور - ارشيف

په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ملګرو ملتونو له سازمان تمه لري، چې په موجوده ناوړه شرایطو کې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی له ازادي، راډیو سره په خبرو کې وویل، تر اوسه نړیوالو سازمانونو له دوی سره مرسته نه‌ده کړي.

مینه چې د دریو ماشومانو مور ده او درې میاشتې د مخه له افغانستان څخه ایران ته کډواله شوې وایي، په ایران کې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او تمه لري، چې په دې ناوړه شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان ورسره مرسته وکړي.

"له ملګرو ملتونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي

نوموړې وايي: "له ملګرو ملتونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ ماشومان لرو او د هغوى اړتياوې نه‌شو ور پوره کولى، اقتصادي وضعيت مو ښه نه‌دى، ګراني ده، د کور کرایې نه‌شو ورکولى."

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په روان زېږدیز کال کې په ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا په دریو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د ۶۱۳ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې غوښتنه کړي.

د دې کمېشنرۍ ویاندې، شیبا مانتو د دې طرحې جزیات د سه‌شنبې په ورځ په جینیوا کې له خبریالانو سره شریک کړل.

په دې طرحه کې له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتل شوي چې، له افغان کډوالو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

پاکستان کې افغان کډوال، ارشيف

په طرحه کې راغلي چې، له غوښتل شوې مرستې څخه به ۷،۹ میلیونه کډوال برخمن شي چې، په دې کې پنځه اعشاریه دوه

میلیونه یې افغان کډوال دي او له شویو مرستو څخه به یوه اندازه د دغو کډوالو کوربه هېوادونو ته ورکړل شي، ترڅو دغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

(UNHCR) ویلي، له هغو کډوالو چې مرستو ته اړتیا لري، ۷۰ سلنه هغه یې ښځې او ماشومان دي.

ناهید سادات، بله افغان مېرمن ده چې له یوه کال راهیسې په پاکستان کډواله ده.

کال کېږي چې موږ پاکستان ته راغلي يو، خو موږ سره مرستې نه‌دي شوي."

نوموړې له نړیوالو ټولنې څخه د مرستې غوښتني ترڅنګ، له دوی غواړي چې په دغه هېواد کې مېشت بې برخلیکه افغان کډوال یوه امن هېواد کې ځای پر ځای کړي.

نوموړې وايي: "موږ له نړيوالې ټولنې غواړو چې د UNHCR له لارې له موږ سره مرسته وکړي او څارنه دې هم وکړي چې ايا دا مرستې کډوالو ته رسيږي که نه، ځکه کال کېږي چې موږ پاکستان ته راغلي يو، خو موږ سره مرستې نه‌دي شوي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ ویلي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې دوی د ورته مرستې غوښتنه کړې وه، خو له غوښتل شوې مرستې یوازې ۵۲ سلنه یعنې له ۶۳۲ میلیونه ډالرو دوی یوازې ۳۲۱ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړه.

د دې کمېشنرۍ په اعلامیې کې ویل شوي، له شته نیمګړتیاو سره سره دوی توانېدلي، چې د سیمې په هېوادونو کې له ګڼو افغان کډوالو ملاتړ وکړي او له کوربه هېوادونو سره هم مرسته وکړي.