د روسیې او چین ولسمشران په مسکو سره ګوري

ارشیف: د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

ټاکل شوې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ راتلونکې اونۍ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره په مسکو کې وګوري.

د چین ولسمشر شي جین پینګ چې هېواد یې د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ تورن دی، مسکو ته سفر کوي.

رویټرز اژانس نن دوشنبه د مارچ ۱۳مه د باخبره سرچینو په حواله چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نومونه نه دي اخیستي ویلي، د چین ولسمشر له پخواني اټکل څخه هم ژر، یعنې راتلونکې اونۍ مسکو ته ځي.

پخوا تر دې د جنورۍ په ۳۰مه د روسیې تاس خبري اژانس ویلي و چې پوتین شی جین پینګ ته بلنه ورکړې چې پسرلي کې مسکو ته ورشي.

تېره میاشت والسټریت ژورنال وویل، د چین ولسمشر ممکن په اپرېل یا د مې میاشتې په لومړیو کې مسکو ته ولاړ شي.

د نوموړي دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په اوکراین کې يې د سولې لپاره د کییف او مسکو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

لوېدیځ بیا د چین دغه وړاندیز ته هم د شک په سترګه ګوري، ځکه دوی تور پورې کوي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې چین بې پلوه نه بلکې د روسیې سیاسي ملاتړی دی.

تر دې مهاله د موضوع نور جزییات نه دي خپاره شوي.

رویټرز لیکلي، د دغه سفر په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت د دوی پوښتنه نه ده ځواب کړې او کریملین هم ویلي، نه غواړي په دې اړه څه ووایي.

تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چین د یوه لوړپوړي ډيپلومات وانګ یي کوربه و.

چین او روسیې د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ کې هغه مهال د نامحدودې ملګرتیا ژمنه وکړه چې پوتین د ژمنیو المپیکي لوبو د پرانیستې مراسمو لپاره پیکینګ ته تللی و.

له هغه مهاله دواړه لوري چې د سیمې لوی قدرتونه بلل کېږي، د خپل منځیو اړیکو د پیاوړتیا خبره کوي.

له کله چې شي جین پینګ ولسمشر شوی، ۳۹ ځله یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره کتلي دي.

تر ټولو تازه لیدنه یې په تېره سپتمبر میاشت کې په مرکزي اسیا کې د یوې غونډې پر مهال شوې ده.

شي جین پینګ د دوشنبې په ورځ د چین د پارلمان او د چین د خلق ملي کنګره پای ته ورسوله او د رایو په اتفاق سره یې د ولسمشرۍ دریمه دوره تایید کړه.