ایران او سعودي عربستان د اړیکو د ښه کېدو موافقه وکړه

د ایران او عربستان د اړیکو ښه کېدو موافقه په چین کې د جګپوړو چارواکو په یوه غونډه کې وشوه. په انځور کې د ایران، عربستان او چین چارواکي دي.

د ایران او سعودي عربستان استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو موافقه وکړه.

له تېرو دوو کلونو راهیسې یو ځل عراق او بل ځل عمان د ایران او سعودي عربستان د چارواکو کوربانه وو چې اړیکې یې عادي شي، خو اوس د چین په کوربتوب تهران او ریاض تړون لاسلیک کړ چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې به همکارۍ سره کوي.

د ایران او سعودي عربستان تر منځ اووه کاله اړیکې کړکېچنې وې.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دې روابطو چې له دښمنۍ ډک و د فارس خلیج امنیت او ثبات تهدیداوه او د دې سبب شوي وو چې له یمنه تر سوریې شخړې ورسره تودې شي.

د ریاض او تهران ترمنځ د چین په پلازمېنه پیکنګ کې تر څلور ورځنیو خبرو وروسته د جمعې په ورځ د روغې جوړې اعلان وشو.

په دې خبرو کې د ایران او سعودي عربستان جګپوړیو امنیتي چارواکو برخه اخیستې وه.

په یمن کې د حوثي جنګیالي

د هغې ګډې اعلامیې له مخې چې د ایران، سعودي عربستان او چین له لوري خپره شوه ریاض او تهران موافقه وکړه چې ډیپلوماتیک روابط به بېرته پيلوي او د یوه بل په خاوره کې به د دوو میاشتو په ترڅ کې خپل سفارتونه پرانېزي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۹م کال کې ایران تورن کړ چې د ظهران د تېلو پر تاسیساتو یې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي، همداراز یې د تېلو پر کښتیو حملې کړې دي، ایران دا تورونه رد کړي دي.

په یمن کې حوثي وسله وال چې ایران یې ملاتړ کوي بیا بیا یې د سعودي عربستان دننه د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي، حوثیانو پروسږ کال پر متحد عربي اماراتو هم د ډرون حملې وکړې.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ ۲۱ کاله مخکې امنیتي موافقه لاسلیک شوې وه، د نوي تړون له مخې دواړو لوریو ویلي چې دا موافقه به بېرته احیا کوي.

همداراز دغو دوو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې هم د پخوانیو لاسلیک شویو موافقو د راژوندي کولو ژمنه وکړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند وویل چې واشنګټن د دې موافقې هرکلی کوي او دا یې هیله ده چې له دې سره په یمن کې جګړې پای ته ورسېږي او په منځني ختیځ کې شخړې راکمې شي.