اوچا: پر ښځينه کارکوونکو بنديز بشري مرستو ته د مليونونه بې‌وزله مېرمنو لاس‌رسی محدودوي

هرات ولايت کې د ملګرو ملتونو يوه کارکوونکې چې نورو ښځو ته خدمات وړاندې کوي، ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر کار بندیز، بشري مرستو ته د ملیونونو زیانمنونکو ښځو او نجونو د لاس‌رسي مخه نیسي.

يوه مېرمن چې د کابل ښار اوسېدونکې ده او نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته یې وويل، د هغې لوڼې، زده‌کوونکې، محصلینې او کارکوونکې وې او اوس ټولې په کور کې دي، دا او زوى يې هم له دندو ګوښه شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې کورنۍ یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

"زموږ د ژوند وضعیت ډېر خراب دی

دا مېرمن وايي: "زموږ د ژوند وضعیت ډېر خراب دی، ځکه موږ لس ښځې په یو کور کې یو، یو زوی لرم، چې هغه هم کار نه‌لري، د کور کرایه، د برق بيل او نور مصروفونه دي، چې د ورکولو توان یې نه‌لرو، د خدای دربار ته حیرانه پاتې یو ، چې څه وکړو."

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ښځو پر وړاندې تبعیض به په ټول هېواد کې پر ملیونونو انسانانو ناوړه بشري اغېزې ولري.

اوچا د چهارشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د ښځینه مرستندویه کارکونکو پر کار بندیز، ملیونونو ښځو او نجونوته د بشري مرستو د لاس‌رسي مخه نیسي.

یاد دفتر مخکې له دې راپور ورکړی و، چې د نا دولتي مؤسسو له ۳۵ څخه تر ۴۰ سلنې کاري ځواک، ښځې دي چې، په افغانستان کې د ٨٠ سلنه بشري مرستو په پلي کولو کې مرسته کوي.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴مه، د طالبانو حکومت افغان مېرمنې په کورنيو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې له کار کولو څخه منع کړې.

دغه بنديز په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او حتی ډېرو مرستندويه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه په جزوي يا بشپړ ډول ودرول او د بيا پيل لپاره یې دا شرط کېښود، چې په دغو مؤسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.

کابل کې يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

د بشري حقونو فعاله منيژه رامزي وايي، چې د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه به د ښځو پر ټولنیز ژوند بدې پایلې لري او د هغې په خبره که دا حالت دوام وکړي، عواقب به یې نور هم خرابې شي.

نوموړې وايي: "له ټولنې څخه د ښځو ممنوعیت، په ټولنه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله منفي عواقب لري، په حقیقت کې که وګورو د ټولنیز ژوند یوه لویه برخه، چې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه ده فلج شوې. دا شا په شا فرمانونه، د افغانستان په ټولنه کې د ښځو په ټولیز ژوند منفي اغېزې لري او په اوږد مهال کې به له دې نه بدو عواقبو لامل هم شي."

"له ټولنې څخه د ښځو ممنوعیت، په ټولنه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله منفي عواقب لري

که څه هم تر اوسه د نړیوالې ټولنې له‌خوا په مرستندویه مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لیرې کولو هڅې روانې دي، خو د طالبانو حکومت له یو څو محدودو مواردو پرته دغه بندیز نه‌دی لیرې کړی او په ځواب کې یې ویلي چې، نړیواله ټولنه باید د بشردوستانه مرستو چمتو کول له سیاسي مسلو سره ونه تړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې د افغانستان وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو، چې ٢٨ ملیونه خلک په دې هېواد کې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.