طالبانو د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړله

د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د طالبانو حکومت د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر پرون رسنيو ته په يو استول شوي پیغام کې دغه موضوع تايید کړه او وايي چې د تورخم دروازه د طالبانو حکومت له لوري تر بلې خبرتيا د هر ډول تګ راتګ، ټرانزیټي او سوداګريزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

دغه دفتر د تورخم لپاره د طالبانو حکومت د کميسار مولوي محمد صديق له قوله وايي چې پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي نو د طالبانو حکومت د مشرانو په لارښوونه دغه دروازه تړل شوې ده.

خو دا چې پاکستاني لوري کومې ژمنې نه‌دي پوره کړي، په اړه‌يې جزییات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو حکومت د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتيا تورخم ته له تګ ډډه وکړي.