د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

تورخم او سپین بولدک کې ستونزې؛ پاکستاني چارواکو د 'اسانتیاوو' برابرولو ژمنه کړې


د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم دروازه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم دروازه

طالبان وايي، پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به هغه هېواد ته د افغانانو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه‌شان د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره هم په دې اړه خبرې شوي چې د افغانانو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "پاکستان ژمنه کړې چې په تورخم او سپین بولدک کې به اسانتیاوې ډېرې کړي، په دې بحث روان دی او د پرسونل زیاتېدو ته اړتیا ده چې په دې سره به د سوداګرو پر مخ ۲۴ ساعته او د عوامو پر مخ ۱۲ ساعته لارې پرانیستل شي. دغه‌شان د ایران سره د سرحد په اړه هم خبرې شوي او د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره هم زموږ خبرې روانې دي، ان‌شاءالله د افغانانو د تګ راتګ لپاره به زمینه مساعدېږي."

ښاغلی مجاهد وايي چې دا خبرې د یادو هېوادونو له استازو سره د طالب چارواکو او افغانستان ته د یادو هېوادونو د پلاویو په سفرونو کې له دوی سره شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته لا هم د افغانانو په تګ راتګ کې ستونزې په خپل ځای دي چې مسافر یې له امله شکایت لري.

سید اصغر وايي، ناروغ لري، سرطان دی، شپه‌یې په ډېر بد حالت کې په تورخم کې کړې، خو تر اوسه هم هاغاړه په اوښتلو نه‌دی بریالی شوی.

دی وايي: "ما ناروغ راوستی، سرطان دی، پرون راغلی یم، دلته مې شپه وه، خو تر اوسه نوبت نه‌دی راغلی، دوه ناروغان وګوري، څلورم کې وتښتي چې بیا څه وخت راځي، دا چې دوه ساعته وروسته راځي که درې ساعته وروسته راځي معلومات‌یې نه‌کېږي."

زرتاجه پېښور کې اوسېږي، مړي، ژوندي ته دا غاړه راوښتې. دا چې نوره بې‌حوصلې شوې، وايي یا دې دا لار بېخي وتړي یا دې سمه خلاصه کړي.

دې وویل: "لمونځ قضا، اودس قضا، دا ښځې داسې بې‌قدره بې‌عزته ناستې دي، پاسپورټونه مو شته کورونه مو هلته دي، مړی، ژوندی وشي موږ ورته نه‌شو راتللی بیا چې راشو تللی نه‌شو. موږ دا غواړو چې دا لاره موږ ته یا بېخي بنده کړي یا دې خلاصه کړي."

ارشیف، تورخم کې یو شمېر افغانان
ارشیف، تورخم کې یو شمېر افغانان

پاکستان ته په تګ راتګ کې یوازې په تورخم کې خلک ستونزو سره نه‌دي مخ، هاخوا په سپین بولدک کې هم ورته وضعیت دی.

عصمت‌الله پاسپورټ په لاس له تېرو دوو اوونیو راهیسې بندو دروازو ته ولاړ دی.

دی وايي: "له تېرو دوو اوونیو راهیسې زه دروازې ته ولاړ یم، پاسپورټ هم لرم، خو دروازه نه‌ده خلاصه شوې، ماشومان مې هاغاړې پاتې دي، موږ نه‌شو کولای چې هاغاړې واوړو، حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې باید دروازه خلاصه شي او موږ ته اسانتیا برابره شي."

افغانستان ته د طالبانو له راتګ دمخه هم تورخم دروازه د پاسپورټ لرونکو او ویزه لرونکو افغانانو پر مخ د کرونا ویروس له امله تړل شوې وه، خو د سپین بولدک له لارې محدود تګ راتګ کېده، دې ته په پام چې هغه مهال د مسافرو شمېر کم و.

خو کله چې طالبان پر دغه هېواد واکمن شول، پاکستان ته د تلونکو کسانو شمېر په ورځني ډول زرګونو ته ورسېد چې په دې کې ناروغان، مسافر او هغه کسان هم شامل دي چې غواړي د هغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

ارشیف، سپین بولدک کې یو شمېر افغانان
ارشیف، سپین بولدک کې یو شمېر افغانان

پاکستان په لومړیو کې د پاسپورټ او ویزې ترڅنګ د ګېټ پاسونو په نوم نورې رسمي پاڼې هم د تورخم له لارې د تېرېدنکو افغانانو لپاره یو شرط ایښی و چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا به ورکول کېدلي، خو وروسته بیا دا بهانې د دغه هېواد د صدراعظم په امر بندې شوې.

د یادونې ده چې د طالبانو تر راتګ وروسته د افغانستان یو شمېر شمالي ګاونډيو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د دغه هېواد وګړو ته د ویزو په ورکړه بندیز لګولی چې له دې امله هم یو شمېر افغانان په ځانګړي ډول واړه سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG