مکرون: د روسیې او اوکراین جګړه یوازې د مذاکرو له لارې ختمېدای شي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه یوازې د مذاکرو له لارې ختمېدای شي.

مکرون د فرانسې له لي فیګاغو او ژورنال دي دیماش ورځپاڼو سره په مرکه کې ویلي: "زه په اوکراین کې د روسیې ماتې غواړم او هیله من یو اوکراین وکړای شي د خپل موقف دفاع وکړي، خو په دې باور یم چې دغه شخړه پوځي حللار نه لري."

د فرانسې ولسمشر بیا ټینګار وکړ چې اوکراین اوس داسې پوځي عملیاتو ته اړتیا لري چې روسیه بېرته د مذاکرو مېز ته راولي.

د جرمني خبري اژانس په وینا، د فرانسې ولسمشر په دې اړه شک څرګند کړ چې په اوکراین کې به د روانې شخړې ختمولو لپاره پر روسیه ډراماتیک پام وړ فشار راوستل شي.