په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۵زره کسانو ته ورسېد

مرستندویان نن هم په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي او تر ړنګو ودانیو لاندې د ماشومانو په ګډون د خلکو د راایستلو لپاره د ژغورونکو ډلو هڅې روانې دي.

په ترکیه او سوریه کې د تېر اونۍ د دوشنبې ورځې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۵زره کسانو ته ورسېد.

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د دې تلفاتو شمېر ۲۲ زرو ته نږدې شوی او په سوریه کې له درې نیم زرو اوښتی دی.

مرستندویان نن هم په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي او تر ړنګو ودانیو لاندې د ماشومانو په ګډون د خلکو د راایستلو لپاره د ژغورونکو ډلو هڅې روانې دي.

په ځینو سیمو کې د ډېرې سړې هوا له کبله د ژغورنې عملیات له خنډونو سره مخامخ شوي او میلیونونه کسان چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري په بد وضعیت کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دواړو هیوادونو کې لږترلږه اته لکه اویا زره کسان سمدستي خوراکي موادو ته اړتیا لري.