د ترکيې او سوريې زلزله‌ځپلو سيمو کې پلټنې دوام لري؛ د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو احتمال شته

د ترکيې د زلزله‌ځپلې سيمې يو انځور

ژغورونکې ډلې نن هم د ترکیې په ختیځ او ګاونډي سوریې کې د ویجاړونکې زلزلې د نړېدلو ودانیو لاندې د مړو او احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي.

په دواړو هېوادونو کې د دغې زلزلې له کبله د مړینو شمېر تر ۸ زره او اوه سوه تنو اوښتی.

د ژغورونکو هڅې ځکه ورو دي چې په ځپل شویو سیمو کې هوا ډېره سړه ده او له زلزلې وروسته په سلګونونو ټکانونه محسوس شوي چې په ځانګړي توګه په ویجاړو شویو او بې ثباته ودانیو کې یې کار کول خطرناک کړي دي.

د سوریې په جیندرس ښارګوټي کې یو نوی زېږلی ماشوم په داسې حال کې د نړېدلې ودانۍ تر خاورو خښتو لاندې ژوندی را ایستل شوی چې د خپلې مور په بدون پورې غوټه و.

د دغه ماشوم یو نږدې خپل فرانس پريس اژانس ته ویلي، کله چې دوی دوړې او خاورې لیرې کړې، نو دغه ماشوم یې وموند چې له نو له خپلې مور سره تړلی و.

هغه زیاته کړه موږ د ماشوم نو پرې کړ او هغه مو روغتون ته یووړ.

په ترکیه کې چارواکو تر اوسه د ۶۲۳۴ کسانو مړینې او په سوریه کې هم چارواکو د له دوه نیم زره زیاتو کسانو مړینې تایید کړي دي.

ژغورونکې ډلې لا هم پلټنې کوي او تر نړېدلو ودانيو لاندې ايسار خلک باسي.

خو د دې ویره شته چې د مړو شمېر به له دې زیات شي ځکه تر اوسه د ژغورونکو او پلټونکو ډلو هڅې روانې دي.

د تېرې دوشنبې دورځې دغې مرګونې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۷،۸ ثبت شوی، تر ټولو ډېره ویجاړي د ترکیې په غازیانتپ ایالت کې رامنځته کړې ده.

په دې سیمه کې په سلګونو ودانۍ نړېدلې او د سړکونو د بندېدو له کبله د ژغورونکو هڅې هم له خنډ سره مخ شوې وې.

اکثره ژوندي پاتې شویو کسانو چې بوټونه او ګرمې جامې یې نه لرلې، واورې او سړې هوا یې ژوند نور هم سخت کړی و.

تمه کېده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن له زلزله‌ځپې سیمې څخه کتنه ترسره کړي.

په دې اړه نور: ترکيه او سوريه کې زلزله؛ واورې ورېدنې د مرستو او ژغورنې هڅې ټکنۍ کړي دي

اردوغان په لسو ولایتونو کې د بېړني حالت د اعلانونو پر مهال وویل چې، دا نه یوازې د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې، بلکې په سیمه او نړۍ کې یو له سترو ناورینونو څخه دی.

د ترکیې په ګاونډي هېواد سوریه کې بیا د ژغورنې چارې له دې کبله پېچلي دي چې، د دې هېواد د روغتیایي خدمتونو سیسټم او بنسټیز تاسیسات په دولس کلنه کورنۍ جګړه کې ډېر ویجاړ شوي دي.

په اوس وخت کې د ۳۵ هېوادونو ټیمونه په ځپل شویو سیمو کې حضور لري.

د نړۍ په لسګونو هېوادونو په ترکیه او سوریه کې له زلزله‌ځپلو سره بشري بېړنۍ مرستې چمتو کړي چې په‌کې دې هېوادونو ته د پلټنې ټیمونو او نورې بشري مرستو استول شامل دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، په اوس وخت کې د ۳۵ هېوادونو ټیمونه په ځپل شویو سیمو کې حضور لري.

اروپایي ټولنې د روغتیاپالانو او د اویا ژغورونکو سپیو په ګډون د ژغورنې له ۱۲۰۰ زیات ټیمونه سیمې ته استولي دي.

ژغورونکې ډلې د خلکو د ژغورنې هڅې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO خبرداری ورکړی چې دغه ناورین به ښایي تر۲۳ ملیون پوري وګړي اغېزمن کړي وي.

په عین حال کې د سوریې د سرې میاشتې ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې هغه بندیزونه دې لیرې کړي چې د سوریې د واکمن ولسمشر بشارالاسد پر حکومت لګول شوي، ترڅو د مرستې هڅو ته لاره هواره شي.

دغه د ریښترپه کچه ۷،۸ زلزله په ترکیه کې له ۱۹۳۹ کال راهیسې چې ۳۳ زره کسان یې وژلې و، تر ټولو پیاوړې زلزله وه.

په یوې بلې زلزله کې چې په ۱۹۹۹ کال په سیمه کې وشوه، له ۱۷ زره زیات کسان یې وژلي و.

دا سیمه په نړۍ کې د زلزلو له پلوه یوه تر ټولو فعاله سیمه بلل کېږي.