ډاکټران: اراموونکي درمل د اعتیاد لامل کېږي

يو شمېر ډاکټران پر خپل سر د ارامولو او خوب درملو کارول د اعتیاد لامل بولي.

فرید د کابل ښار په یوه روغتیايي کلینیک کې کار کاوه، هغه د کاري فشار لیري کولو او منظم خوب لپاره اراموونکي درمل خوړل چې وروسته په دې درملو معتاد او معتادینو د درملنې په يوه مرکز کې بستري کېدلو ته اړ شو.

"په لومړیو کې مې له دې درملو څخه د عصبي ارامتیا او خوب راوستلو لپاره استفاده کوله

فرید وايي چې په لومړیو کې یط د ورځې د خوب یوه ګولۍ خوړله، خو وروسته يې په ورځ کې شمېر شلو ګولیو ته ورسېد.

نوموړی وايي، دا هغه وخت و چې د کار کولو توان مې نه درلود او باید د درملنې لپاره په روغتون کې بستري شوی وای.

نوموړی وايي: "په لومړیو کې مې له دې درملو څخه د عصبي ارامتیا او خوب راوستلو لپاره استفاده کوله، خو د وخت په تېرېدو سره مې استعمال ډېر کړ. ما پنځه، شپږ کاله په یوه روغتیايي کلینیک کې کار وکړ، خو په وروستیو کې کار راڅخه پاتې شو، د ورځې مې له لسو څخه تر شلو پورې ګولۍ خوړلې. مخکې مې ښه کاروبار او شهرت درلود، خو وروسته داسې وخت راغی چې خپلو پیسو او شهرت هیڅ خوند نه را کاوه."

ډاکټران وايي چې د ډاکټر له سپارښتنې او نسخې پرته په درملتونونو کې درمل خرڅول د دې سبب شوي چې د اراموونکو درملو استعمال ډېر شي.

يو معتاد، انځور - ارشيف

ارواپوه میوند هوشمند وايي چې ډېری کسان ډاکټر ته له یوه ځل ورتګ وروسته څو ځله نور هم د هماغې يوې نسخې له مخې په درملتونونو کې پر خپل سر اراموونکي درمل رانيسي او بیا يې استعمالوي.

ښاغلی هوشمند وايي: "د خوب او اعصابو درمل په عمومي ډول ناروغانو ته ستونزې پیدا کوي، په دې مانا چې هر ډول درمل باید د ډاکټر له توصیې سره سم استعمال شي. پر خپل د دې ډول درملو استعمال انسان معتادوي، بیا ضروري ده چې باید دا معتاد بستري او درملنه يې وشي."

اعتیاد یوه ناروغي ده چې د انسان له ذهن او دماغ سره اړه لري، ځکه نو اراموونکي او د اعصابو درمل د نشه يي موادو په پرتله ډېر ژر انسان معتادوي.

"څېړنې ښيي چې تر شپږو اوونیو ډېر د خوب د درملو استعمال د اعتیاد سبب کېږي

ډاکټر محسن حسن وايي چې اراموونکي او د خوب درمل ټاکلې موده لري، که تر خپلې ټاکلي مودې ډېر استعمال شي د اعتیاد سبب کېږي او دا خلک د وخت په تېرېدو سره نورو نشه يي موادو ته مخه کوي.

ډاکټر محسن وايي: "څېړنې ښېي چې تر شپږو اوونیو ډېر د خوب د درملو استعمال د اعتیاد سبب کېږي او ځینې څېړنې بیا وايي چې یو ناروغ کولای شي درې میاشتې له دې درملو څخه استفاده وکړي. په هر صورت کله چې دا درمل تر ټاکلې اندازې او وخت څخه ډېر استعمال شي، انسان ورباندې معتادېږي."

ارشيف

له کار او زده کړو څخه د ښځو منع کول او په کورنیو کې مالي ستونزې د دې سبب شوي چې په خلکو کې د ژور خفګان ناروغي ډېره شي.

ډاکتران وايي چې د ژور خفګان ناروغانو د ارامولو او خوب لپاره دې درملو ته مخه کړې دا وېره شته چې د وخت په تېرېدو سره دوی په دې درملو معتاد شي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټران: اراموونکي درمل د اعتیاد لامل کېږي