د اوکراین ولسمشر: روسي ځواکونو خپلو درنو بریدونو ته دوام ورکړی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، روسي ځواکونو د دغه هېواد د جګړې پر لومړیو کرښو درنو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

ولودمیر زیلنسکي تېره شپه د جنورۍ په ۲۳مه په خپله ویډیویي وینا کې زیاته کړې، د توغندیو دغه بریدونه هر ساعت ترسره کېږي، خو په خبره یې دونباس سیمه کې د دوی جګړه او دفاع هم دوام لري.

زیلنسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د روسي پوځیانو د تیت او پرک کېدو شاهدان دي او اوکراین پوهېږي چې دغه وضعیت ته څه ډول ځواب ورکړي.

نن د جنورۍ ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل ټیک ۱۱ میاشتې پوره شوې.

دې موده کې زرګونه تنه ووژل شول او میلیونونه نور بې ځایه شول.