د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

لاهم په کییف کې د یوې هیلیکوپټرې غورځېدا لامل څرګند نه دی


هیلیکوپټره نن کییف ته څېرمه برووارې ښارګوټي کې د استوګنې یوې ودانۍ او وړکتون ته نږدې راغورځېدلې ده.
هیلیکوپټره نن کییف ته څېرمه برووارې ښارګوټي کې د استوګنې یوې ودانۍ او وړکتون ته نږدې راغورځېدلې ده.

په اوکراین کې د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیراو څو نورو جګپوړیو چارواکو په ګډون لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د اوکراین د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ډینیس موناستیورسکي یو شمېر نور جګپوړي پوځي چارواکي او د درې ماشومانو په ګډون لږترلږه شپاړس کسان وژل شوي دي.

دغه هیلیکوپټره نن کییف ته څېرمه برووارې ښارګوټي کې د استوګنې یوې ودانۍ او وړکتون ته نږدې راغورځېدلې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا یوه وحشتانکه غمیزه بللې ده.

د اوکراین د بېړنیو چارو د خدمتونو دولتي ادارې ویلي چې په دې پېښه کې د پنځلسو ماشومانو په ګډون لږترلږه دېرش تنه ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د کورنیو چارو لومړی مرستیال وزیر ییوهین یینین او په دولتي چارو کې د دې وزارت مرستیال وزیر یوري لوبوکو ویچ هم شامل دي.

د اوکراین د پولیسو مشر ویلي چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو نهه یې په دغې د بېړنیو خدمتونو په هیلیکوپټر کې سپاره وو.

د دغې هیلیکوپټر د راغورځېدو علت سمدستي نه دی څرګند او داهم نه دي ویل شوي چې هغه به د جګړې په نتیجه کې راغورځېدلې وي.

د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.

مسکو تراوسه د دغې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې او اوکرایني چارواکو هم په دې اړه چې د پېښې په مهال به هلته روسیې حمله کړې وي، څه نه دي ویلي.

د تېرې فبرورۍ له میاشتې راهیسې، له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ډینیس موناستیورسکي د دې هېواد تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی، چې وژل کېږي.

۴۲ کلن موناستیورسکي چې حقوق لوستي او د زیلینسکي د ګوند یو مهم غړی و، د ۲۰۲۱ کال د جولای له میاشتې راهیسې یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په خپله فېسبوک پاڼه کې د بروواري پېښه یوه وحشتناکه پېښه بللې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اروپایي شورا مشرچارلز مېشل په دغه پېښه کې پر وژل شویو کسانو خفګان څرګند کړی او د اوکراین د کورنیو چارو وزیر یې د اروپایي ټولنې یو مهم ملګری بللی.

نوموړي له دې مخکې د روسیې د جګړې په وړاندې اوکراین ته د لوېدیځ له خوا د ټانکونو د ورکولو ملاتړ کړی و او ویلي و چې له نږدې یوه کال راهیسې روسیې یوه تخریبي ستراتیژي مخ ته وړې او د ترور پریوې ستراتیژۍ سره هڅه کوي چې د اوکراین پر خلکو په بمباریو سره هغوی تسلیم کړي.

خو مېشل زیاته کړه چې اوکراینیان مقاومت کوي او اروپایي ټولنه به ترهغه وخته پورې چې اړتیا وي، د دوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

په عین حال کې کییف یو ځل بیا له خپلو لوېدیځ متحدانو غوښتي چې د عصري ټانکونو په ګډون د پرمختللو درنو وسلو په ورکولو کې بېړه وکړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندرې یرماک پرون د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې په اوکراین کې د روسیې له خوا جګړه پیل شوې، له نهو زرو زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

د ده په خبره په وژل شویو کې ۴۵۳ یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو بیا په دې هېواد کې د وژل شویو ملکیانو شمېر له اوو زرو زیات ښودلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG