ځينې کارپوهان: د پخوانيو چارواکو له‌خوا سياسي جريانونه رامنځته کول بې‌پايلې دي

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئيس، رحمت الله نبيل

وروسته له دې چې د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د (د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند) په نوم د یوه نوي سیاسي جریان د جوړېدو خبر ورکړ، د سیاسي چارو ځینې پوهان وایي، چې تر اوسه د دغو ګوندونو جوړېدل ګټور نه‌دي تمام شوي.

د سیاسي چارو پوه داود مایار د شنبې په ورځ د ښاغلي نبیل له‌خوا د نوي ګوند د جوړېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دې ورستیو کې داسې ډېرو نورو جریانونو هم د خپل شتون خبر ورکړی، خو موږ د وخت په تېرېدو سره ولیدل چې چندانې ښه نتیجه یې ورنه کړه، خو ښاغلی نبیل دې د افغانستان له اوسني وضیعت او د اسلامي امارت له قدرت څخه د ژور درک په درلودلو سره، له مدني لارو د نظام د اصلاح او د خلکو د حقوقو لپاره کار وکړي."

د افغانستان د راتلونکي او یووالي لپاره دوی هیڅ څه هم نه‌شي کولی."

ښاغلی مایار دا هم زیاتوي، که څه هم دا ګوند تازه جوړ شوی خو د وخت په تېرېدو سره به یې خلکو ته نتیجه ور معلومه شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو بل پوه طارق فرهاد وایي، د پخواني دولت چارواکي چې د ورته دا شان سیاسي جریانونو د جوړېدو هڅه کوي باید د خلکو اعتماد خپل کړي.

نوموړی وايي: "تر څو چې د وخت چارواکو په خپلو ګناهونو اعتراف نه وي کړی او خپلې نیمکړتیاوې یې نه وي منلي، نو دا کسان د بهرنیو استخباراتي کړیو د لاس بازیچه ګرځېدلی شي، خو د افغانستان د راتلونکي او یووالي لپاره دوی هیڅ څه هم نه‌شي کولی."

د سياسي چارو پوه طارق فرهاد

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه، د افغانستان ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د (د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند) په نوم د یوه نوي سیاسي جریان د جوړېدو خبر ورکړ.

نبیل چې له هېواده بهر اوسي، امو خصوصي انټرنیټي ټلوېزیون سره يې په مرکه کې ویلي، دا ګوند د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، یووالي او خپلواکۍ د ساتنې او د یوه غیر متمرکزه نظام د جوړېدلو لپاره مبارزه کوي.

په دې اړه نور: رحمت الله نبیل یوه نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دا ګوند په دې باور دی چې افغانستان احتمالا د پاشل کېدو، کورنیو او خونړیو جګړو او انساني ناورین له خطر سره مخ دی.

په اعلامیه کې پر طالبانو باندې هم غږ شوی، چې له انحصار او استبداد لاس واخلي او د خلکو غوښتنو ته دې درناوی وکړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ورته سیاسي جریانونو د جوړېدو په اړه وایي، چې دا به د خلکو هیڅ درد دوا نه کړي.

نوموړی وايي: "هغه تشکیلات چې دوی نوي اعلان کړي، موږ ته هیڅ ارزښت نه‌لري ځکه د افغانستان د خلکو هیڅ درد نه ورباندې دوا کېږي."

ذبيح‌الله مجاهد

د یادونې ده، چې مخکې له دې هم څو سیاسي جریانونو او ګوندونو خپل د موجودیت اعلان کړی و، چې د اکثرو په جوړښت کې یې د پخواني حکومت چارواکي او پخواني سیاستوال شامل دي.