جګړه؛ بریتانیا د روسي ځواکونو پر خلاف اوکراین سره نوې پوځي مرسته کوي

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د چلنجر-۲- ټانکونو او نورو توپچي سیستمونو په تړاو توضیحات ورکړل.

بریتانیا غواړي اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکړي.

تر دې مخکې د ناټو بل غړي پولنډ اوکراین ته یو شمېر پرمختللي جنګي ټانکونه سپارلي وو چې بیا فیلنډ هم ورته ګام واخیست.

له نږدې یولس میاشتو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، تر اوسه پورې داسې پرمختللي ټانکونه کییف ته چا نه و ورکړي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د چلنجر-۲- ټانکونو او نورو توپچي سیستمونو په تړاو توضیحات ورکړل.

د دې مکالمې چې پرون وشوه، جزییات د بریتانیا صدرات خپاره کړي دي.

ریشي سوناک تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي و چې له خپل دفاع وزیر بن والاس څخه یې غوښتې دي چې له اوکراین څخه د ملاتړ په ترڅ کې د نورو پرمختللیو ټانکونو د چمتو کېدو چارې مخته یوسي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري له ۲۴مې راوروسته چې روسیې پر اوکراین غیرموجه برید پیل کړې دی، دا لومړی ځل دی چې بریتانیا درانه زرهي وسایط اوکراین ته سپاري.

اوکرایني ځواکونه

د بریتانیا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، تېره اونۍ له اوکراین سره د مرستندویه هېوادونو په غونډه کې چې په جر مني کې وشوه، په رسمي ډول پرېکړه وشوه او اعلامیه خپره شوه چې اوکراین ته دولس جنګي ټانکونه وسپارل شي.

د بریتانیا د دولتي سرچینو په وینا راپورونه وایي چې څلور چلنجر دوه ټانکونه سمدستي او اته نور به بیا لږ وروسته اوکراین ته واستول شي.

اوکراین ته د جنګي ټانکونو ورکول یوه د بحث موضوع ده، تر دې وروستیو اکثرو لوېدیځو هېوادونو له دې ډډه کوله ځکه چې دا اندېښنه یې وه چې دا پرېکړه به له مسکو سره د نورې شخړې سبب شي.

تېره اونۍ چهارشنبې پولنډ چې د ناټو غړی دی، اعلان وکړ چې دې ته لېواله دی چې لیوپارډ ټانکونه چې په جرمني کې جوړ شوې دي د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې اوکراین ته واستوي.

پولنډ دا وېره لرې چې روسیه برید پرې ونه کړي، خو اوکراین ته د ټانکونو ورکړه د ناټو پر اکثرو غړیو هېوادونو فشار راولي چې ورته پرېکړه وکړي.

فینلنډ چې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کوي د وارسا له پرېکړې یوه ورځ وروسته کییف ته د لیوپارد ټانکونو د و رکړې خبره وکړه.

پر جرمني دا نیوکه کېږي چې ولې په خپله اوکراین ته دا ټانکونه نه ورکوي.

اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه د پخواني شوروي اتحاد د وخت ( ټي-۷۲) په سلګونو ټانکونه د چک جمهوریت او پولنډ په ګډون له یو شمېر هېوادونو ترلاسه کړې دي.

تر اوسه اوکراین ته د لیوپارد -۲- او جلنجر -۲- په څیر پرمختللي ټانکونه نه و ورسپارل شوي.

دا ټانکونه د یوسل او شل میلي مترۍ مرمیو په څېر ځانګړي مهمات فیر کولای شي.

چلنجر -۲- ټانکونه په بریتانیا کې جوړېږي چې اصلاً د مخالفو ټانکونو د له منځه وړلو لپاره دي، لیوپارد-۲- ټانکونه چې په جرمني کې جوړېږي، جنګي دي چې د ناټو اکثر غړي هېوادونه ترې استفاده کوي.