انډیپنډنټ: په افغانستان کې د سکاروي ناروغۍ پېښې زیاتې شوي

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

ټیلیګراف:

ټیلیګراف ورځپاڼې د طالبانو له لورې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار د ممانعت مسئله رااخیستې ده.

ورځپاڼې د فاطمې په نوم د یوې مېرمنې خبرې رااخیستې چې د ماشومانو د ژغورنې له موسسې سره یې کار کاوه.

د فاطمې په وینا له ښځینه مامورینو پرته په افغانستان کې موسسې اغېزمن کار نه شي کولای.

فاطمې د تعلیم په برخه کې کار کاوه او څه باندې یوه اونۍ کېږي چې طالبانو له کاره منع کړې ده.

دا وایي چې طالبانو له کاره وګرځولم او ویې ویل چې په مرستندویه موسسو کې ښځینه کارکوونکو ته په افغانستان کې اړتیا نه شته.

فاطمه وایي له دې خبرې سره حیرانه شوم، په قهر شوم او زړه مې مات شو.

دا زیاتوي چې د دې د زده کوونکو د امتحانونو وخت و چې اوس به بل ټولګي ته ولاړ نه شي او د ټول کال خوارۍ به یې ضایع شي.

د لوېدیځ یوې بلې ورځپاڼې بیا د ماشومانو یوه بله ستونزه رااخیستې ده.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د سکاروي ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په دې دویم ژمي کې دا ناروغي په ماشومانو کې چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي ډېره لیدل کېږي.

انډیپنډنټ لیکي چې سره صلیب ورته ویلي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې ۳۵ فیصده د سکاروي ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي او وړم کال یعنې په ۲۰۲۱ کال کې سره صلیب د افغانستان د ۳۳ روغتونونو د اطلاعاتو له مخې خبر ورکړی و چې یولک اووه پنځوس زره اووه سوه دوه دېرش پېښې ثبت شوې وې او په ۲۰۲۲ کې د سکاروي پېښې دوه لکه دیارلس زره نهه څلوېښتو ته ورسېدې.

د ورځپاڼې په باور دا پېښې په ځانګړي ډول تر پنځو کلونو په لږ عمره ماشومانو کې دوه برابره شوې دي.

ورځپاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان په استناد لیکي چې د سړې هوا له رارسېدو سره په افغانستان کې د ساه لنډۍ پېښې هم زیاتې شوې دي او یو ډول د ټوخي اخیستونکې ناروغي هم په ژمي کې خپره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان استازي ډاکتر لوو داپنګ انډیپنډنټ ته ویلي چې لاهم د افغانستان څه باندې ۱۳ میلیونه خلک په داسې ځایونو کې ژوند کوي چې هلته ابتدایي روغتیایي خدمات نه شته.

د لوداپنګ په باور د افغانستان له لویو اویا عمومي روغتونونو څخه ۲۸ د اوس لپاره پیسې نه لري.

ورځپاڼه بیا د روغتیا نړیوال سازمان په وینا لیکي چې درې نیم سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې اوسنی روغتیايي بېړنی وضعیت کنترول کړي.