په اماراتو کې یو سوداګر ۱۰۰ افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي

خلف الحبتور چې د الحبتور ګروپ مشر هم دی، ویلي، چمتو دی چې له چارواکو سره د افغان محصلانو د ملاتړ لپاره له هر ډول سیاسي دریځ پرته کار وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو د لوړو زده کړو له بندیز وروسته د متحده عربي اماراتو یوه لوی سوداګر خلف الحبتور ژمنه کړې چې له ۱۰۰ نجونو سره به مرسته وکړي چې دوبۍ ته ورشي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.

له ابوظبي خپرېدونکې انګریزې ژبې نېشنل ورځپاڼې د راپور له مخې خلف الحبتور چې د الحبتور ګروپ مشر هم دی، ویلي، چمتو دی چې له چارواکو سره د افغان محصلانو د ملاتړ لپاره له هر ډول سیاسي دریځ پرته کار وکړي.

هغه ویلي چې په پوهنتونونو کې له زده کړو د محصلو نجونو بې برخې کول د افسوس او مایوسۍ وړ ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ د محصلو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تر بله امره پورې بندې کړې.

د طالبانو پر دغه اقدام په کور دننه او بهر تندې نیوکې شوي دي.