ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګاټه

ارجنټاین لوبډلې د فوټبال نړیوال جام پورته کړ.

ارجنټاین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې فرانسې ته په پنالټي شوټونو کې ۴ـ۲ ماتې ورکړه او په دې سره یې د درېیم ځل لپاره د نړيوال سياليو د اتلولۍ جام پورته کړ.

سيالي د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ د قطر په لوسیل لوبغالي کې پيل شوه او د لوبې ۲۳ دقیقې تېرې شوې وې چې د فرانسې لوبغاړو خطا ترسره کړه چې د پنالټي سبب شوه، د ارجنټاین لوبډلمشر ليونل میسي د پنالټي شوټ ترسره کړ او په ګول یې بدل کړ.

میسي او ملګرو یې په ډېر دقت سره لوبه پرمخ بیوله او د پرله پسې هڅو په پایله کې یې د لوبې په ۳۶ دقیقه کې د انجیل دیماریا په یوه غوره شوټ سره دویم ګول هم ترسره کړ.

فرانسې د لوبې تر ۷۸ یمې دقیقې پورې د ګول وهلو هېڅ موقع ترلاسه نه کړه، خو دا ځل د ارجنټاین دفاعي لوبغاړو خطا ترسره کړه چې د پنالټي باعث شوه او د فرانس ستوري لوبغاړي ایمباپي د پينالټي دغه موقع په ګول بدله کړه.

د فرانسې لوبغاړو د لومړي ګول تر وهلو وروسته د ارجنټاین په ګول خپل بریدونه زیات کړل او د لوبې په ۸۲ دقیقه کې تر یوه غوره پاس وروسته ګیلیان ایمباپې دویم ګول هم وواهه او لوبه یې برابره کړه.

ليونل میسي

سيالي په نوي دقیقو کې په برابره توګه روانه، خو د لوبې اضافي دېرش دقیقې خورا په زړه پورې وې، ۱۰۸ دقیقې تېرې شوې وې چې میسي د درېیم ګول وهلو چانس ترلاسه کړ او دا وخت د ارجنټایني مینه والو د بریا جشن پیل شوی و، خو دې خوښۍ ډېر دوام ونه کړ چې د ارجنټاین لوبغاړو یوه بله خطا ترسره کړه او د پنالټي شوټ یوه بله موقع فرانسې ته په لاس ورغله.

د لوبې پای ته دوه دقیقې پاتې وې او بیا هم ایمباپې پنالټي شوټ په ګول بدل کړ.

د لوبې نور وخت پای ته ورسېد او د پنالټي شوټونو مرحله پيل شوه.

ایمباپې او ليونل میسي خپل شوټونه ګول کړل، خو د ارجنټاین ګول کيپر د فرانسې د یوه شوټ دفاع وکړه او بل شوټ د فرانسې له لوري خطا ترسره شو.

بلاخره ارجنټاین ۴ او فرانسې دوه ګولونه ووهل او په دې سره یې د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي وګټله.

ویل کېږي چې ښايي لیونل میسي تر دې وروسته د ارجنټاین لپاره په نړیوالو سياليو کې ونه لوبيږي، هغه بلاخره وکړای شول چې په پنځم نړیوال جام کې ارجنټاین نړیوال اتل کړي.

پوره ۳۶ کاله وړاندې په ۱۹۸۶ زېږدیز کال ارجنټاین د فوټبال د نړیوال جام دویمه اتلولي ګټلې وه او تر هغې وړاندې یې په ۱۹۸۷ کال لومړی نړیوال جام ګټلی و.

د پایلوبې په دې شانداره سیالي کې ليونل میسي ۳ او ایمباپې بیا ۴ ګولونه ووهل او په دې سره ایمباپې د ۸ ګولونو په وهلو سره د دې سیاليو مخکښ ګول وهونکی شو.

د ویلو ده چې د دې سترې سیالۍ نندارې ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم راغلی و.