زیلینسکي: روسي ځواکونو د اوکراین ختیځ ښار بخموت په کنډوالو بدل کړ

د روسي ځواکونو له لوري ویجاړ شوې د بخموت سیمه

د اوکراین ولسمشر وايي، روسي ځواکونو د اوکراین ختیځ ښار بخموت په کنډوالو بدل کړی دی.

په اوکراین کې د روسیې نهه نیم میاشتنۍ جګړه پر هغو څلورو ولایتونو متمرکزه ده، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په غیرقانوني ډول د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې له خپلې خاورې سره الحاق کړې.

دغه تازه جګړې څرګندوي چې روسیه هڅه کوي پر دغو سیمو ولکه ټینګه کړي او اوکراین غواړي چې بېرته دغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک ولایتونو په ګڼو هغو ښارونو کې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي، وضعیت لا هم ډېر کړکېچن دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

دغه دواړه ولایتونه په دونباس کې چې یوه پراخه صنعتي ساحه ده پراته دي، چې له روسیې سره سرحد لري.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دونباس د جګړې په پیل کې د تمرکز عمده ساحه معرفي کړه، چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې روس-پلوه بېلتون غوښتونکي په کې په جګړه بوخت دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي تېره شپه په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي: "بخموت، سولیدار، مارینکا، کریمینا هغه سیمې دي چې له اوږدې مودې راهیسې هلته د ژوند امکان نه شته چې د توغندیو د حملو له کبله دغه ځایونه ویجاړ شوي دي."

هغه ویلي، چې اشغالګرانو د دونباس بل ښار بخموت، چې د روسیې پوځ له وړاندې سخت ویجاړ کړی و، اوس په کنډوالو بدل کړی دی.

په ویجاړ شوي بخموت کې لا هم ځینې ودانۍ ولاړې دي او په کې پاتې کسان پر لارو او سړکونو تر سترګو کېږي.

خو د ماریوپول او نورو لانجمنو ښارونو په څېر بخموت هم د اوږدې مودې لپاره محاصره و او په اوکراین کې د عمومي خدماتو ختمولو لپاره د مسکو تر پراخو حملې مخکې هم دغه ښار د اوونیو لپاره له اوبو او برېښنا بې برخې پاتې و.

د دونیڅک والي پاولو کیریلینکو اووه اوونۍ مخکې اټکل کړی و، چې د دې ښار چې څه باندې ۷۰زره اوسېدونکي یې لرل، ۹۰ فیصده وګړي هغه وخت ووتل، چې د ټول دونباس د نیولو لپاره مسکو د څو میاشتو لپاره تمرکز وکړ.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز د جمعې او شنبې ترمنځ د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د ګڼو میزاییلو لګېدلو، د ۲۰ هوايي حملو او څه باندې ۶۰ راکټونو لګېدو خبر ورکړی دی.