ټوماس وېسټ: افغان نجونې او ښځې د ژوند له نه‌توجیه کېدونکو محدودیتونو سره مخ دي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازي ټوماس وېسټ وايي، افغان نجونې او ښځې په زده‌کړو، کار، سفر او سیاست کې له نه‌توجیه کېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

وېسټ دا خبره د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي.

هغه ویلي: "په افغانستان کې د رسنیو او د دې هېواد د وګړو لپاره د بیان د ازادۍ فضا تنګه شوې ده."

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازي ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا دې لوړ پوړي استازي ویلي، له طالبانو سره په هر ډول ښکېلتیا، پروګرام جوړولو او ډیپلوماسۍ کې باید د افغانانو بشري حقونو مرکزي ځای ولري.

پرون د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ وه.

یوناما د دې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی ناوړه وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین ته لار پرانېزي.

یوناما زیاته کړې وه، اوسمهال د افغانانو بنسټیز بشري حقونه او ازادي خرابه شوې او اوسني واکمن چارواکي باید د دې ځواب او حساب ورکړي.

په دې اړه نور: یوناما: طالبان دې د کرامت او بشري حقونو له اړخه اوسنی ناورین پای ته ورسوي

خو طالبانو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نه کومه اعلامیه ورکړه او نه یې هم ویاندویانو د هغو اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې چې د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د افغانانو د اوسني ناوړه بشري وضعیت په اړه ښودلې وې.

هاخوا په افغانستان کې د امریکا سفارت چې اوس د قطر له دوحې فعالیت کوي نن سهار په خپله ټویټرپاڼه په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت دغه شان د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو او د هغو کسانو د ملاتړ ډاډ ورکړی چې د سفارت له قوله، د یوه سوله‌ییز افغانستان لپاره کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر توکاشي اوکاډا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوکاډا د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ښځو، رسنیو او په وینا یې د حدودو او قصاص د پلي کېدو په اړه خپله اندېښنه ښاغلي متقي سره شریکه کړې ده.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د افغانستان د راتلونکي لپاره د نجونو د زده‌کړو او د رسنیو د ازادۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د دې لیدنې په اړه خپلو ټویټونو کې دا مسایل هېڅ نه‌دي یاد کړي او یوازې د ښو اړیکو جوړولو او له افغانستان سره د جاپان د مرستې په اړه کرښې تورې کړي.

طالبان د بیان ازادۍ پر محدودیت او تر خوا یې د اطلاعاتو په سانسور هم تورن دي، هغه ټکي چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې د انسان بنسټیز حقونه ګڼل شوي.