ډیکر د طالبانو کندهاري مشرانو ته: د بشري حقونو د مدافعانو د هڅو ملاتړ وکړئ

د کابل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر

د کابل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرین ډیکر پرون د ډسمبر پر لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، ویلي، د طالبانو له «کندهاري مشرانو» غواړي چې د هغوی یعنې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د هڅو ملاتړ وکړي او د ټولو د وقار، ازادۍ او عدالت د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې له روانو هڅو سره یوځای شي.

له زیاتې مودې پر طالبانو انتقاد کېږي، چې د رهبرۍ ترمنځ یې تفاوتونه شته او د بېلابېلو مسایلو په اړه واحد دریځ نه لري.

تېره اوونۍ د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب په مشرۍ د دوی یوه هیئت اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې له ځايي چارواکو او نورو شخصیتونو سره خبرې وکړې.

زموږ همکار په اسټرالیا کې له مېشت تحلیلګر عبدالله بهیر نه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، د طالبانو په دریځ کې ولې یووالی نه ښکاري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

بهیر سره مرکه