د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

په پېښور کې فعالانو د افغان نجونو د حقونو په ملاتړ اعتراضیه غونډه کړې


په پېښور کې د افغان ښځو په ملاتړ د اعتراضیه غونډې انځور
په پېښور کې د افغان ښځو په ملاتړ د اعتراضیه غونډې انځور

یو شمېر ځوانو فعالانو پرون په پېښور کې د ډسمبر د لسمې یا د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت اعتراضیه غونډې پر مهال افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.

نن ۴۴۶مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې. ګڼې ښځې هم په دولتي ادارو کې له کارونو منع شوي دي.

دغه کسان چې د تعلیم په ملاتړ یې بېلابېل شعارونه له ځانونو سره لېږدول د پېښور پریس کلب مخې ته راټول شوي وو.

د دې پروګرام له یوه تنظیموونکي وږمې فېروز څخه زموږ همکار صالح محمد صالح د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې د دوی د دې راټولېدو عمده هدف څه و؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG