د اوکراین، روسیې او بېلاروس درېیو استازو د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه

په کییف کې د مدني ازادیو مرکز، په روسیه کې د یادګار په نوم د بشري حقونو ممنوعه ډلې او د ویاسنا په نوم په بېلاروس کې د بشري حقونو د ډلې زنداني بنسټګر الس بیالیاڅکي چې په اکتوبر میاشت کې د نوبل د سږکال د سولې جایزې لپاره ټاکل شوي وو، دا جایزه په یو لړ مراسمو کې ترلاسه کړه.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې په ټوله معنی جګړه او د مسکو یا هم مینسک له خوا د مخالفانو ځپل دوام لري، د اوکراین، روسیې او بېلاروس درېیو استازو د سږکال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د مدني ازادیو مرکز، په روسیه کې د یادګار یا (میموریال) په نوم د بشري حقونو ممنوعه ډلې او د ویاسنا په نوم په بېلاروس کې د بشري حقونو د ډلې زنداني بنسټګر الس بیالیاڅکي چې په اکتوبر میاشت کې د نوبل د سږکال د سولې جایزې لپاره ټاکل شوي وو، دا جایزه په یو لړ مراسمو کې ترلاسه کړه.

د بېلاروس د ویاسنا په نوم د بشري حقونو د ډلې د بنسټګر الس بیالیاڅکي مېرمنې ناتالیا پینچوک په هغو مراسمو کې چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې جوړ شوي وو، د خپل خاوند د قربانیو په اړه د هغه پر احساساتو خبرې وکړې.

راپورونه وايي روسي چارواکو د هغې خاوند الس بیالیاڅکي ته اجازه ورنه کړه، چې دغو مراسمو ته وینا برابره کړي.

د نوبل جایزو د انتخاب کمېټې په اکتوبر میاشت کې د بیالیاڅکي او دوو نورو ډلو له خوا د جنګي جنایتونو، له بشري حقونو د سرغړونو او له قدرت څخه د ناوړه استفادې مستند کولو ته اشاره وکړه او د سولې جایزې ته د دوی ټاکل یې سولې او ډیموکراسۍ ته د مدني ټولنې د اهمیت ښکارندوی وبلل.

د ۲۰۲۲م کال د نوبل د سولې جایزې بلې ګټونکې الکساندرا ماتویي چُک چې د اوکراین د مدني ازادیو د مرکز مشره ده وویل: "د روسیې پوځ د څو لسیزو لپاره د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د جنګي جنایتونو سبب شوی او هېڅکله مجازات شوی نه دی، حتی په سوریه کې د وحشتناکو کارونو په خاطر هم نه. دوی په دې باور دي چې هر کار کوي کولی شي ترسره یې کړي."

د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د اوکراین په لسګونو زره وګړي وژل شوي او په میلیونونو نور بې کوره شوي دي.

په اوکراین د روسیې د یرغل له امله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور

ماتویي چُک په اوسلو کې خبریالانو ته وویل، دا روانه جګړه د «نسل وژنې» بڼه لري او تر هغو چې د پوتین مخه ونه نیول شوي، دا جګړه هم نه درېږي.

د ۲۰۲۲م کال د نوبل د سولې جایزې درېیم ګټونکي یان راچینسکي چې په روسیه کې د یادګار یا میموریال په نوم د بشري حقونو سازمان مشر دی، وویل: "دلته دا ډېره مهمه هغه کسان د عدالت منګولو ته وسپارل شي، چې جنایت یې کړی دی. پوښتنه دا ده چې دا کار به څنګه کېږي او دا پوښتنه په واقعیت کې نړیوالې ټولنې ته هم متوجه ده. نړیواله جزایي محکمه شته او فکر کوم چې غوره ده له دې سره یې پیل کړو او وګورو چې کوم کارونه کولی شي."

د اوکراین په جګړه کې لسګونه زره روسي پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، ځکه هغه څه چې مسکو یې خپله چټکه بریا ګڼي د سختې جګړې بڼه خپله کړې ده او اوکراینیان چې د لویدیځ ملاتړ ورسره دی د خپلې خاورې دفاع شدیده کړې ده.