یوناما: طالبان دې د کرامت او بشري حقونو له اړخه اوسنی ناورین پای ته ورسوي

ارشیف: په کابل کې له کار څخه د ګوښه شویو افغان ښځینه مامورینو د اعتراض انځور

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره سم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي وايي، د افغانانو بنسټیز بشري حقونو او ازادۍ زیان لیدلی.

د ډسمبر لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ او د افغانانو د بشري حقونو د نه خوندیتوب له امله؛ له طالبانو د نړیوالو غوښتنې!

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي ماموریت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی ناوړه وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین ته لار پرانېزي.

یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، اوسمهال د افغانانو بنسټیز بشري حقونه او ازادي خرابه شوې او اوسني واکمن چارواکي باید د دې ځواب او حساب ورکړي.

یوناما زیاته کړې: "طالبانو د لاریون کوونکو د ځپلو او د رسنیو د ازادۍ د محدودولو له لارې، په داسې ډول چې خبریالان، لاریون کوونکي او مدني فعالان یې نیولي او داسې محدودیتونه یې وضع کړي چې عام خلک او رسنۍ یې اغېزمنې کړي، د خپل ځان پر وړاندې مخالفتونه محدود کړي دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسۍ استازولۍ همدا ډول له محاکمې پرته د وژنو، شکنجې او ناوړه چلند قضیو ته هم اشاره کړې او زیاتوي، دوی د واکمنو چارواکو له‌خوا په خپل سر نیونې او توقیفونه هم مستند کړي دي.

په دې اعلامیه کې په کابل کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله پر طالبانو غږ شوی چې د افغانانو، په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو په بنسټیزو حقونو محدودیت پای ته ورسوي.

په کابل کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

یوناما له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته چې افغانستان ۷۴ کاله وړاندې مثبته رایه ورکړې، غاړه کېږدي او د انساني کرامت او بشري حقونو له اړخه اوسني ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

یوناما داسې مهال دا غوښتنه کوي چې د طالبانو اوسنی رژیم د بشري حقونو په ځانګړي د نجونو او ښځو له حقونو په پراخې سرغړونې تورن دی.

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو د یوناما د غوښتونو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو د اندېښنو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ځواب ورنه کړ.

خو وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې ټولو افغانانو ته په شرعي چوکاټ کې حقونه ورکړل شوي دي.

خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، نجونې او ښځې یې له کار کولو، سیاسي او ټولنیز فعالیت را ګرځولي او تر خوا یې د هغوی په سفر محدودیت لګولی، مخ پټول یې اجباري کړي، سرپټو لوبغالو، تفریحي پارکونو او ښاري حمامونو ته یې هم د نجونو او ښځو ورتګ منع اعلان کړی دی.

هغه بندیزونه چې د بخښنې نړیوال سازمان هم ورته اشاره کوي او وايي، د بشري حقونو نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو سرغړونې دوام لري.

دې سازمان نن سهار په خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، باید ولیدل شي چې په دوامداره توګه د دې سرغړونو دوام خلک څنګه له کړاوونو سره مخ کړي دي.

هاخوا د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش په خپل پیغام کې ویلي، نړۍ د بشري حقونو پر وړاندې له بې ساري او متقابلو ننګونو سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش

هغه وايي: "لوږه او بې‌وزلي مخ په ډېرېدو ده. د سلګونو میلیونو خلکو اقتصادي او ټولنیز حقونه له خطر سره مخامخ دي. مدني فضا د تنګېدو په حال کې ده. د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب تقریباً د نړۍ په هره برخه کې له خطرناک رکود سره مخامخ دی. پر بنسټونو باور له‌منځه ځي، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ. کرونا وبا د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی او نژاد پالنه، د زغم نشتوالی او تبعیض په پراخه کچه دی."

ګوټریش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دې ستونزمن وخت کې د ټولو بشري، مدني، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو ته خپله ژمنتیا بیا تازه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ټولو انسانانو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی او د هغو ترڅنګ یې د درېدو ډاډ ورکړی چې انساني حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.