افغان کرکټ بورډ د ځوانانو لوبډله جوړوي؛ په کومو معیارونو کسان غوره کېږي؟

د ځوانانو لوبډلې لپاره د ازموینو د بهیر یو انځور

افغانستان کرکټ بورډ ادارې یو وار بیا د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د جوړښت په پار د ازموینو اخیستلو نېټې اعلان کړي دي.
کرکټ بورډ د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بندامیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخیستې دي او د پلان له مخې به د ډسمبر میاشتې په دولسمه او دیارلسمه نېټه له مس عینک او د همدې میاشتې په پینځلسمه او شپاړلسمه نېټه د سپین غر زون له لوبغاړو هم ازموينې واخلي.

کرکټ بورډ ویلي دي چې دا ځل یې د حقدارو لوبغاړو د غوره کولو او پروسې لا شفافیت په موخه څو کسیزه کمېټه ټاکلې ده چې په ترکیب کې یې د بېلابېلو څانګو د غړو او مسوولانو ترڅنګ د فساد ضد کمېټې استازی هم شامل کړی دی.

کرکټ بورډ ادارې د بند امیر زون ازموینې تر اخستلو وروسته د خپل کورني کرکټ پر فېسبوک پاڼه لیکلي: "د دغې ازموینې په لړ کې به په اعلان شوي معیار برابر لوبغاړي د ازموینې نورو پړاوونو لپاره غوره شي."

د افغانستان کرکټ بورډ

په کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ څانګې مشر ښاغلی نظیم جار عبدالرحیمزی هم د لوبډلې د جوړولو د ټاکل شوې کمېټې غړی دی هغه د دې پروسې په تړاو ازادي راډيو ته په خپلو څرګندونو کې وویل: "د نولس کلنو لپاره چې کوم اوپن ټرایل شروع شوی ده. مونږ پیل له امو زون نه وکړ په کندز کې مو ټرایل واخیسته هغې نه بیا راغلو کابل کې مو ټرایل واخیسته بیا لاړو کندهار کې مو ټرایل واخیسته او د مس عینک او سپين غر زون ټرایل به هم ژر واخیستل شي."

د جار په ټکو دوی د پروسې د شفافیت لپاره ډېره پاملرنه کړې ده.

هغه وايي چې د عمر ښه معلومولو په پار د هر لوبغاړي تذکره کتل کېږي او د موظف ډاکتر له لوري په ظاهري بڼه هم د ځانګړو تکتیکونو پر اساس د لوبغاړو معاینه کېږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزی بیا په خپلو څرګندونو کې ازادي راډيو ته ویلي چې د دې لوبډلې د جوړولو موخه را روان نړیوال جام، اسيايي جام او د بنګله دېش هېواد د ځوانانو له لوبډلې سره لوبې کول دي.

ملکزي زیاته کړه: "دا نولس کلنو پروسه دا ده چې دا ځل ورته منظمه کمېټه جوړه شوې ده، د تخنیکي خلکو ترڅنګ نور مهم کسان هم په کې شامل دي. مونږ په دوو پړاونو کې له لوبغاړو ازموینه اخلو، په لومړي پړاو کې عمومي لوبغاړي ګورو، چې په معیار برابر وي دویم پړاو ته یې راولو، دلته که ښه وځلېږي، بیا یې درېیم پړاو ته راولو او دلته به لومړی یُویُو ټيسټ ورکوي چې د هر لوبغاړي شرط دی. تر دې ټیسټ او ازموینې وروسته به مونږ غوره دېرش لوبغاړي ان تر نړیوال جام پورې له ځان سره ساتو او لوبو ته به یې اماده کوو."

د غوراوي کمېټې مشر وايي: "مونږ دا ځل په ځینو زونونو کې داسې فاسټ بالران هم پيدا کړل چې د عمر له لحاظه هم برابر دي او تر ۱۳۵کیلو مټر پر ساعت سپيډ ولي."

بل لور ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی روزونکی دولت خان احمدزی بیا د لوبډلې د جوړښت په پار له اوپن ټرایل سره مخالفت ښيي او هغه وايي چې په دوه ورځو کې له نږدې اتلس سوه لوبغاړو څخه ازموینه اخستل اصلاً امکان نه لري.

دولت احمدزی

د نوموړي د معلوماتو پر اساس چې په کابل ولایت کې تر اتلسو کسانو د ازموینې ورکړې په خاطر نوملیکنه کړې وه او کرکټ بورډ دا پروسه په دوو ورځو کې ترسره کړې ده.

احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د اوپن ټرایل لپاره کافي وخت ته اړتیا ده، ازموینه باید په کټګورۍ ویشل شوې وای. د اوپنرانو ټرایل باید له اوپنرانو، د ورو/سپينرانو ټرایل له سپينرانو، د فاسټ بالرانو له فاسټ بالرانو سره او د ویکټ کيپرانو ځانته ټرایل اخیستل شوی وای. که په دوو ورځو کې دا ازموینه نه وای ختمه په درېيمه ورځ دې بیا په پوره دقت سره لوبغاړي کتل شوی وای او تر هغې دا پروسه باید مخ ته ویوړل شي چې غوره استعدادونه ترې مخ ته راشي."

دولت احمدزی وايي: "زما د معلوماتو پر اساس کرکټ بورډ لومړی دېرش کسان غوره کړي دي، بیا یې د یُویُو ټيسټ اخیستی دی چې اکثره په کې پاتې راغلي دي او په اخره مرحله کې د عمرونو معلومولو مرحله پيل شوې ده چې تر شلو پورې کسانو عمرونه زیات وتلي دي."

کرکټ بورډ د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بندامیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخیستې دي او د پلان له مخې به د ډسمبر میاشتې په دولسمه او دیارلسمه نېټه له مس عینک او د همدې میاشتې په پینځلسمه او شپاړلسمه نېټه د سپین غر زون له لوبغاړو هم ازموينې واخلي.

د کرکټ بورډ اړوندو چارواکو بیا له ازادي راډيو سره په خپلو څرګندونو کې د پوره روڼتیا ډاډ ورکوي او وايي تر دې دمه بریالي روان دي.

د یادونې ده چې تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې په کرکټ کې له خورا ارزښت برخمنې دي او د کرکټ نړۍ اوسنۍ اکثره ستوري لوبغاړي هم له دې پروسې تېر شوي دي.

د افغانستان په ملي لوبډله کې اوسمهال راشدخان، مجیب الرحمن رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نوراحمد، قیس احمد، نجیب الله ځدراڼ او ګڼ نور مهم لوبغاړي هم له همدې لارې راغلي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي. په دې لوبغاړو راشدخان، عظمت الله عمرزی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، قیس احمد او نورو لوبغاړو د افغان کرکټ ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله کې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان ملي ۱۹ کلنو ځوانانو په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو کې تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو په نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې رسېدلي او په دې لړ کې یې له ټولو سترو لوبډلو لوبې ګټلي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان د تنکیو ځوانانو لوبغاړو په لومړي ځل په ۲۰۱۷ زېږدیز کال په اسيايي جام سياليو کې د پاکستان په ماتولو سره اتلولي هم ګتلې وه.

راپور: بختیار ساحل