د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

خوست او ننګرهار کې د لومړۍ درجه سیالیو پر اهمیت د افغانستان کرکټ بورډ ټینګار


د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ په خوست او ننګرهار کې د لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د داخلي کرکټ د ودې لپاره مهمې بولي.

د دغه بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "دغه لوبې خورا مهمې دي چې د دغو سیالیو لوبغاړي کولای شي چې لا پرمختګ وکړي. تر دې مخکې کرکټ بورډ د دوهمې درجې ولایتي لوبو لړۍ ترسره کړه. وروسته به د زونونو په کچه سیالۍ ترسره شي."

په ۲۹ ولایتونو کې د دوهمې درجې سیالۍ د فبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه پیل او د مارچ تر دوهمې یې دوام وکړ چې د شپږو ګروپونو یوه-یوه لوبډله وتوانېده لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ ته لار پيدا کړي.

کرکټ بورډ وايي د دغو سیالیو له برکته ۶۰۰ ځوانانو او زلمیانو ته زمینه برابره شوې چې په کرکټ کې خپله وړتیا وښيي.

XS
SM
MD
LG