د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي په کندهار کې طالبانو سره لیدلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د دوشنبې په ورځ د کندهار له امنیه قومندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی کندهار ته تللی او هلته یې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره لیدلي.

په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ دې لیدنې جزییات او عکسونه رسنیو ته رسېدلي.

په دې اړه په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا یاد پلاوي د دوشنبې په ورځ له امنیه قومندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

له ډېرو جزییاتو پرته په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار امنیه قومندان د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د طالبانو مرکزي چارواکو او ملګرو ملتونو د دې لیدنې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې هم ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې یوه ډله بهرني استازي د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره د لیدنې لپاره کندهار ته ځي.