فقر او بې وزلي؛ محمود: د اړتیا له مخې د کور توکي په ټیټه بیه پلورم

ارشیف: په کابل کې یو کس د خپل کور توکي لیلام ته وړاندې کړي

یو شمېر افغان کورنۍ د بې وزلۍ له امله د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د خپل کور توکي پلوري.

محمود پروان ولایت کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی، وايي، له یوه کال راهیسې وزګار دی او د خپلې کورنۍ د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پیسې نه لري.

نوموړي له ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د اړتيا له مخې يې خپل د کور د توکو په پلورلو پيل کړى دى.

هغه زیاته کړه: "زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی. ما د کور ټولې غالۍ او لوښي خرڅ کړل او په دې پيسو مو د ژمي لپاره يو څه خوراکي توکي او يو څه د سونګ توکي واخیستل."

محمود وايي، دی اړ شو خپل د کور توکي په ټیټه بیه وپلوري.

ځينې کورنۍ هم وايي، د پلورلو لپاره يې څه نه دي پاتې.

یوه مېرمن چې نه یې غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي په کابل کې د يوې پنځه کسيزې کورنۍ مشري کوي.

هغه وايي، په کور کې له څو محدودو توکو پرته د پلور لپاره نور څه نه دي ور پاتې.

نوموړې زیاتوي: "کله ناکله د شتمنو خلکو کورونو ته د جامو د وینځلو لپاره ځم. موږ نور هېڅ نه لرو. یو څو قلمه زاړه د کور توکي پاتې دي، یو زوړ تلوېزیون، زوړ یخچال چې څوک یې په زرو افغانیو هم نه اخلي."

په ورته وخت کې په کابل کې د زړو توکو د پېر او پلور یو شمېر هټیوال هم تاییدوي چې ځینې خلک د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله خپل د کورنو توکي پر دوی پلوري او ځینې هم له دې امله چې له هېواده وځي.

له دې دلې عبدالمجید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ډېر خلک خپل د کور توکي د اخيستلو لپاره راوړي. ډېری يې وايي، د خوړلو لپاره يې څه نه شته او د اړتيا له مخې خپل د کور وسایل پلورلي، خو بيا يې د اخيستلو څوک نه شته. د خرڅلاو بازارونه هم ساړه دي، څوک يې واخلي."

دى وايي، دغه کورنۍ تر ډېره هغه شيان پلوري، چې د پېرلو وړ نه وي او يا هم د کارونې وړ نه وي، خو د اړتيا له مخې يې د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره په لږو پيسو خرڅوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ سره هممهاله، د بې کارۍ او امنیتي ستونزو له امله ګڼ شمېر خلک د خپلو شتمنیو خرڅلاو او له هېواده وتلو ته اړ شول او دا کار د دې لامل شو چې یو شمېر خلک خپل د کورونو د توکو پلورولو ته مخه کړي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته د کورنیو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، ځینې کورنۍ د ژمي لپاره د خوراکي او سونګ توکو د پېرلو توان هم نه لري.

که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ویلي، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار کوي، خو لیدل کېږي چې له شاوخوا یو نیم کال وروسته هم د خلکو وضعیت عادي حالت ته نه دی راغلی.