کابل کې طالبان له پاکستاني پلاوي سره پر کومو مسایلو خبرې کوي؟

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکی زردشت شمس

د پاکستاني طالبانو تحریک خپلو وسله والو ته امر کړی چې په ټول هېواد کې یوځل بریدونه پیل کړي او په دې توګه د پاکستان له حکومت سره د افغان طالبانو په منځګړتوب پنځه میاشتنی اوربند پای ته ورسېد.

دې ډلې په یو تند بیان کې ویلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو پر دوی خپلې حملې جاري وساتلې نو ځکه دوی هم اړ شول چې دا پرېکړه وکړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کر نن کابل ته سفر وکړي او هلته د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې په دې خبرو کې به پر اقتصادي او سیاسي مسایلو بحث وشي، خو له رسمي څرګندونو هاخوا ایا دواړه لوري به پر نورو مسایلو هم خبرې وکړي؟

دا پوښتنه احمدتکل په پاکستان کې له پخواني افغان ډیپلومات او د سیاسي چارو له شنونکي زردشت شمس سره د مرکې په پیل کړې ده.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

شمس سره مرکه