د فوټبال نړيوال جام؛ نن په څلورو لوبو سره ګروپي دور پای ته رسیږي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام

په لومړۍ لوبه کې به کامرون له سربیا سره مخ کېږي، بیا به سویلي کوریا له ګانا سره مخ شي، برازیل به له سویس سره او پرتګال به له یوراګوای سره لوبه کوي.

د نننیو لوبو په پای ته رسېدو سره د شپاړسو غوره ټیمونو دور پیلیږي چې هره ورځ به بیا دوه دوه لوبې وشي او د سیالیو وخت هم بدلیږي.

له سبا څخه د ۱۶ غوره ټیمونو د مرحلې تر پایه لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷:۳۰ او دویمه لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ پیلیږي.

په پرونیو لوبو کې کوستاریکا جاپان ته ۱-۰، مراکش بلجیم ته ۲-۰، کروشیا کاناډا ته ۴-۱ ماته ورکړه. په پای کې هسپانیې او جرمني خپله لوبه ۱ – ۱ مساوي کړه.

قطر کې د فوټبال نړيوال جام لوبغالی

په دې توګه د تېرې شپې له ماتې وروسته کاناډا دوهمه لوبډله شوه چې بل پړاو ته به د تګ چانس ونه لري.

قطر چې د نړیوال جام کوربه و، لومړنۍ لوبډله وه چې له دوو ماتو وروسته یې د پرمختګ چانس له لاسه ورکړ.

تر اوسه فرانسه په دوو بریاوو سره توانېدلې چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

په پام کې ده چې د فیفا نړیوال جام سیالۍ د ډسمبر تر ۱۸مې نېټې دوام وکړي او د۱۶ غوره ټیمونو دور به د ډېسمبر له ۳ مې پیل شي.