د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن لومړۍ لوبه د جاپان او کوستاریکا ترمنځ ده


ارشیف
ارشیف

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې کوستاریکا د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د جاپان په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.

د مازیګر پنځه نیمې بجې بلجیم او مراکش مسابقه لري.

درېیمه لوبه د کرویشیا او کاناډا ترمنځ د شپې اته نیمې پیلېږي او هسپانیا له جرمني سره د شپې یوولس نیمې بجې د مسابقې ډګر ته وځي. پرون پولنډ دوه د صفر په وړاندې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه، ارجنټاین دوه د صفر په وړاندې له مکسیکو لوبه وګټله او اسټرالیا یو د صفر په وړاندې له تونس، دغه راز فرانسې دوه د یو په وړاندې له ډنمارک لوبه وګټله.

XS
SM
MD
LG