د شري د مخنیوي هڅې؛ په ټول افغانستان کې یې د واکسین کمپاین پیل شو

ارشیف: په کابل کې یوه ماشوم ته د شري واکسین تطبیقېږي

نن شنبه په ټول افغانستان کې د شري یا سرکان ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

په افغانستان کې د شري ناورغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین د تطبیق کمپاین پیل.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن شنبه یې په ټول افغانستان کې د شري یا سرخکان ناروغۍ د مخنیوي لپاره سرتاسري کمپاین پیل کړی.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان د شنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان چې عمرونه تر پنځو کالونو کم وي تر پوښښ لاندې راشي.

هغه وویل: "نن سې شنبه چې د قوس میاشتې له پنځمې نېټې سره برابر ده په ټول افغانستان کې د لسو ورځو لپاره د شري یا سرخکان د واکسین کمپاین پیل کړی. د دغه کمپاین هدف په افغانستان کې د شري ناروغۍ کمول دي او په دې برخه کې د ماشومانو د مړینې مخنیوی دی."

د کابل ښار اوسېدونکې قمر ګل بیا خوشحاله ده چې د شري ناروغۍ واکسین پیل شوی.

نوموړې چې د دوو اولادونو مور ده وايي، د واکسین له پیل وړاندې یې د خپلو اولادونو د صحت په اړه اندېښنه درلوده.

قمر ګل ازادي راډیو ته وویل: "د زموږ په شاوخوا کې د ګاونډیانو ماشومان نیولي دي. زه خپله پنځه کلن او درې کلن ماشومان لرم، اندېښنه مې دا ده چې زما ماشومان هم ونه نیسي. اوس مې واورېده چې واکسین پیل شوی، خو زموږ سیمې ته نه دي رسېدلي. زموږ غوښتنه دا ده چې دغه واکسین دې زموږ په سیمه او ژر تر ژره په ټول افغانستان کې پیل شي څو زموږ ماشومان هم له دغه مرض نه وژغورل شي."

سره له دې چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو کره شمېر نه وړاندې کوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یو راپور کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د اکټوبر په میاشتې کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۳۷۸ ناروغان مړه کړي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې نه تر اکټوبره پورې له ۷۱ زرو زیاتې د شري ناورغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د دغې ناروغۍ ډېری قربانیان هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپور شوي راپور کې دا هم ویل شوي چې د شري ناروغۍ په ټول افغانستان کې خپله لمن غوړولې، خو بدخشان، کابل، ننګرهار، هلمند، تخار او هرات هغه ولایتونه دي چې زیات یې اغېزمن کړي.