د امريکا د استخباراتي ادارې مشر کييف کې د اوکراين له ولسمشر سره ليدلي

د امریکا د متحد ایالتونو د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز

د امریکا د متحد ایالتونو د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر د اوکراین له ولسمشر سره په پلازمېنې کییف کې خبرې وکړې.

ویلیم برنز د سې شنبې په ورځ کییف ته ولاړ، په هغه ورځ چې روسیي ځواکونو پر دې ښار توغندي وویشتل.

روسیي ځواکونو نن هم د اوکراین یو شمېر ښارونه په نښه کړې دي.

د اوکراین پر بندري ښار ادودیسه نن سهار د روسیي ځواکونو توغندي لګیدلي دي.

اوکرایني رسنیو په ورته وخت کې خبر ورکړ چې نن سهار د دانیپرو په ښار کې پرله‌پسې چاودنې شوې دي.

په دې راپورونو کې نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي چې څومره مرګ‌ژوبله اوښتې ده او څه ورانی رامنځته شوی دی.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون وویل چې، د امریکا د متحد ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې له مشر ویلیام برنز سره یې په پلازمېنې کییف کې د اوکراین د جګړې په تړاو خبرې کړې دې.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

تر دې لیدنې کتنې وروسته زلنسکي خبریالانو ته وویل چې، د ټولو هغو موضوعاتو په اړه یې له ښاغلي برنز سره خبرې کړې دي چې د اوکراین لپاره مهم دي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې د روسیې د اټومي ګواښ په تړاو هم د سي ای اې له مشره سره غږېدلی دی.

د سي ای اې مشر چې کله د سې شنبې په ورځ د اوکراین پلازمېنې ته ورسېد د روسیي ځواکونو د بریدونو له امله یې پناه ځای ته پناه یووړه او تر هغو هلته و چې بیا یې له ولسمشر زلنسکي سره وکتل.

وروسته تر دې چې روانه اونۍ د ناټو د غړي هېواد، پولنډ پر خاوره دوه توغندي ولګېدل او دوه کسان یې ووژل دا اندېښنې پیدا شوې چې جګړه پراخه نه‌شي.

په دې اړه نور: د ناټو سرمنشي: د پولنډ پر خاوره لګېدلي توغندي قصدي عمل نه و

دې جګړې ته هغه مهال هم اندېښنې زیاتې شوې چې تېره اونۍ اوکرایني ځواکونو له روسیي پوځیانو څخه د خرسون ښار ونیو، هغه ښار چې روسیې د خپلې خاورې برخه ګرځولی دی.

د دغو اندېښنو په ترڅ کې د سي ای اې مشر اوکراین ته تر سفر مخکې په ترکیې کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د استخباراتو له مشر سره کتلي و.

د فبروري په وروستیو کې، پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر ننه دا تر ټولو په لوړه کچه د واشنګتن او مسکو د دوو چارواکو لیدنه کتنه وه.