د ناټو غړي هېوادونه نن د پولنډ په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړوي

د ناټو غړيو هېوادونه بيرغونه

د ناټو غړي هېوادونه نن (د نومبر په ۱۶مه) د پولنډ په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړوي.

دوو اروپایي ډیپلوماتیکو سرچینو، چې نومونه یې نه‌دي اخستل شوي، رویټرز اژانس ته ویلي چې دوی د ناټو سازمان د څلورمې مادې له مخې په نننۍ غونډه کې وضعیت ارزوي.

د ناټو سازمان د جوړښت د معاهدې د دغې مادې له مخې که د ناټو هر غړی د ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکۍ یا امنیت ګواښ احساسوي، د سازمان نور غړي یې په تړاو هر ډول اندېښنې ښودلی شي.

د پولنډ د ملي امنیت سلاکار جاسیک سیویرا ( Jacek Siewiera ) ویلي، دوی د دغو توغندیو د لګېدلو په تړاو له خپلو متحدانو سره د لوړې کچې په خبرو بوخت دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه وروسته تر دې جوړيږي چې پرون سه شنبه د روسیې د پوځ له‌خوا پر اوکراین دوه توغول شوي توغندي له هدفه بې لارې او د پولنډ د ختیځ په یوه کلي کې یې دوه تنه ووژل.

په دې اړه نور: د ناټو غړي نن د پولنډ په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړوي

تر پېښې وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د پولنډ د ملي امنیت له سلاکار جاسیک سیویرا سره خبرې کړي او وروسته ښاغلي سیویرا پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ولسمشر یې اندري دودا د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم په دې اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.

سیویرا وړاندې لیکلي، امریکا له پولنډ سره هر ډول مرستې ته چمتو ده چې پر خاوره یې د لګېدلو توغندیو څرنګوالی وڅېړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند انډرین واټسن ویلي: "موږ دا مشخصوو چې څه پېښ شوي او راتلونکي مناسب اقدامات څه کېدلی شي."

پولنډ کې د هغې سيمې انځور چې د روسيې توغندي په‌کې لګېدلي دي.

تر پېښې وروسته د پولنډ د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه کړې او خپل پوځ ته یې د تیارسۍ امر کړی دی.

د هنګري چارواکو هم چې له اوکراین سره ګډه پوله لري تر دې پېښې وروسته د دفاعي شورا غونډه را بللې ده.

خو روسیې بیا رد کړې چې ګواکې د دوی توغندي دې پر پولنډ لګیدلي وي.

روسیې چارواکو ویلي، دا راپورونه په ښکاره توګه د وضعیت د کړکېچنولو په هدف ورکول کېږي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، دوی د اوکراین او پولنډ ترمنځ سرحدي سیمه کې هیڅ ډول هدف نه‌دی ویشتلی.