د افغانستان وضعیت پېچلی، کړکېچن او د اندېښنې وړ وبلل شو

ارشیف: په کابل کې د طالبانو غړي

ازبکستان او بریتانیا د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د نړیوالو د اندېښنو دوام!

د ازبکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف وايي، په افغانستان پېچلی وضعیت د ټولو لپاره د لویو اندېښنو سرچینه ده.

ضیایف چې پرون یې په سمرقند کې د ترک ټبرو سازمان د مشرانو په غونډه کې خبرې کولې وویل، له اوسني وضعیت مثبت لور ته باید د افغانستان سېخ کول له یاده ونه ویستل شي.

د ازبکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف

هغه زیاته کړه: "دوی به خپل د بهرنیو چارو وزیران وهڅوي چې د افغانستان د مسئلې په اړه یوه ګډه تګلاره جوړه کړي."

په سمرقند کې د ترک ټبرو سازمان په غونډه کې د ازبکستان د جمهور رییس په ګډون د ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان جمهور رییسانو، د ترکمنستان استازي او د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان ګډون کړی و.

په ورته وخت کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف وړاندیز کوي چې له طالبانو سره د تعامل په اړه دې د ترک ټبرو هېوادونو ترمنځ یوه واحده تګلاره جوړه شي.

طالبان بیا له دې هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې بولي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې د د دې هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، هغه څه چې د افغانستان نا سم وضعیت ښودل کېږي، کره معلومات نه‌دي.

ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "په افغانستان کې هڅه روانه ده چې وضعیت لا ښه او د اعتماد وړ شي. کوم تشویشونه چې ښودل کېږي یا هم وضعیت نا سم ښودل کېږي، داخبره سمه نه‌ده. شل کاله په افغانستان کې جګړه وه، هغه حالت بد و، اوس افغانان د خپل هېواد مالکان دي."

ذبیح‌الله مجاهد داسې مهال وضعیت د ډاډ وړ بولي چې له دې وړاندې په سیمه کې د پاکستان په ګډون، روسیې، ایران او هند هم د افغانستان حالت نازک بللی.

تر خوا یې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون د نومبر په ۱۱مه له خپلو ټولو وګړو غوښتي چې افغانستان له سفر کولو ډډه وکړي.

بریتانیا یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم کړکېچن دی او له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو د دوام ګواښ لا هم شته.

دې اعلامیه کې زیاته شوې، په کابل کې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، تاوتریخوالی زیات شوی او په ټول افغانستان کې تګ راتګ له خورا لوړ ګواښ سره مخ دی.

ایمن‌الظواهري

خو طالبان بیا دا نه مني چې ګنې افغانستان دې نا امنه وي او د خلکو ژوند دې له ګواښ سره مخ وي.

طالبان داسې مهال دا ادعا کوي چې راپورونه وايي، تېره اوونۍ یې استخباراتو یو ځل بیا د ښځینه فعالانو ظریفه یعقوبي او د هغې خور عارفه یعقوبي او فرحت پو‌پلزۍ په ګډون په ننګرهار کې یو لیکوال ظاهر عمار نیولي او تر ننه یې برخلیک معلوم نه‌دی.